په غزه کې د صحت کارکنانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل پوځ د غزې پټۍ په مختلفو سیمو باندې د بمبارۍ په نتیجه کې یو کم څلوېښت (۳۹) فلسطینیان وژلي او په هغو کې لږ تر لږه شل (۲۰) تنان د بیځایه شوو کورنیو په یو کېمپ کې د خیمو د اور اخېستنې په نتیجه کې مړه شوي دي.
د صحت کارکنانو زیاته کړې چې د اسرائیل ځواکونو د غزې په شمال کې یو هسپتال هم په نښه کړی او په هغه کې د نورو ترڅنګ، یو شپاړس (۱۶) کلن هلک چې وېلچیئر یې استعمالولو، هم مړ شوی دی. د غزې په مرکزي ښار کې هم د بمباریو رپوټونه ورکړی شوي دي.
د صحت د کارکنانو په حواله، د مصر سرحد ته څېرمه د غزې په رفح ښار کې هم اسرائیل د زیارت/پنجشنبې په ورځ بمباري کړې چې نتیجه کې یې درې فلسطینیان وژل شوي دي. دوی زیاته کړې چې درې نور فلسطینیان د غزې په ختیځ ښار شجاعیه باندې بمباري کې هم وژل شوي دي.
اسرائیل دا حملې په داسې وخت کې کړي دي چې اېمنسټي انټرنشنل یا د بخښنې نړېوال سازمان په یو رپوټ کې چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ، په اسرائیل غزه کې د نسل وژنې یا جېنوسایډ تور ولګولو.
اېمنسټي انټرنشنل چې مرکز یې په لندن کې دی، دا نتیجه اخېستې چې اسرائیل او پوځ یې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال د جېنوسایډ کنوېنشن خلاف ورزي کړې ده. د هغه کنوېنشن ترمخه، جینوسایډ یا نسل وژنه "هغه اعمال دي چې د یو قامي، نسلي، قبیلوي یا مذهبي ډلې د ټولې او یا عرضي تباهۍ په نیت ترسره شي."
د اېمنسټي انټرنشنل په دې رپوټ کې چې قریب په ۳۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷مې نېټې نه پس د نهو میاشتو واقعاتو باندې نظر اچول شوی دی. د ۲۰۲۳ د اکټوبر په اوومه حماس ډلې ناڅاپي د اسرائیل په جنوبي علاقو یرغل وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور یې ځان سره غزې ته یرغمال یووړل. اسرائیل پس د هغه په غزې کې ستر پوځي عملیات پیل کړل چې تر اوسه په کې د څلوېښت زرو نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
اوس هم ویل کیږي چې شاوخوا سل (۱۰۰) تنه اسرائیلیان په غزه کې یرغمال پاته دي.
اسرائیل ویلي چې د اېمنسټي انټرنشنل رپوټ "مکمل دروغ او په درواغو باندې ولاړ دی."
اسرائیل همدا راز اېمنسټي انټرنشنل د یو "افسوسناک او جنوني تنظیم" په نوم غندلی دی.
اېمنسټي انټرنشنل وایي چې دوی د اسرائیلي چارواکو د سلهاوو "غیرانساني او نسل وژونکو بیانونو" پر اساس، او همدا راز له غزې نه د ترلاسه شوو رپوټونو په بنیاد، دغې نتیجې ته رسېدلي دي.
اېمنېسټي انټرنېشنل په خپل رپورټ کې وویل د ۲۰۲۳ د اکتوبر د میاشت نه واخلې د کال ۲۰۲۴ د اپرېل د میاشت پورې د اسرایل په ۱۵ فضايي حملو کې د ۱۴۱ ماشومانو په شمول ۳۳۴ کسان ووژل شوو خو تنظیم وویل داسې څه شواهد نه وو چې دغه حملې په عسکري هدفونو شوې وې.
تنظیم وویل په غزه کې خلکو ته د انخلا احکامات چې په سبب يې د سیمې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ زیاتره برخه بې ځایه شوې ده او غزه ته امداد په رسوولو کې خنډان د اسرایل داسې ګامونه دي هدف يې فلسطینیان په ورورو وژل دي.
د اېمنېسټي انټرنېشنل سېکرېټري جنرل اېګنېس کېلامار په رپورټ کې وویل، په کار ده چې د تنظیم موندنې نړیوالې ټولنې رابېداره کړي چې دا جېنوسایډ یا نسل وژنه ده.
Forum