لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې د جېلونو دروازې خلاصې شوې، خو په لسهاوو زره تنان اوس هم لادرکه دي


دوه مېرمنې چې رشته داران یې په صېدنایا جېل کې قیدیان و، خو د جېل د دروازو په خلاصېدو سره یې د عزیزانو پته ونه لګېده
دوه مېرمنې چې رشته داران یې په صېدنایا جېل کې قیدیان و، خو د جېل د دروازو په خلاصېدو سره یې د عزیزانو پته ونه لګېده

داسې حال کې چې د شام خلک د اسد د خاندان څه باندې پنځوس کلنې واکمنې وروستو، د بشارالاسد د رژیم د ړنګېدو خوشحالۍ لمانځي، د لسهاوو زره شامیانو لټون چې د ګرفتارۍ، حراست کې نیول کېدو، او یا ورکېدو نه پس اوس هم لاپته دي، دوام لري.

د جېلونو د پرانېستل کېدو سره، د بشري حقونو ماهرینو غږ کړی چې د سیاسي قیدیانو د مرګ او شکنجو شواهد دې محفوظه وساتل شي.

د شام دپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ګیئر پډرسن د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو بیان کې وویل: "په کار ده چې مونږ د لادرکه تنانو حساب کتاب ته ارجیحت ورکړو، دا یقیني کړو چې کورنۍ هغه وضاحت او پېژندګلوی چې ډېر سخت یې د موندلو کوشش کوي، حاصل کړي."

په بیان کې زیاته شوې ده: "د ظلمونو شواهد باید محفوظه او دستاوېزي کړی شي چې د نړېوال انساني قانون لاندې احتساب یقیني کولی شي. د زیانمنو کسانو او کورنیو دپاره یې انصاف، نه صرف د هغوی یو حق دی، بلکې د شفایابي دپاره او د آینده خلاف ورزیو د مخنیوي دپاره ډېر اهم هم دی."

د بشري حقونو دپاره د شام نېټ ورک (اېس اېن اېچ آر) د ۲۰۱۱ کال راهېسي چې د اسد د حکمرانۍ لاندې په زرهاوو کسان غیرقانوني ګرفتاره کړی شوي، په جبري توګه لادرکه کړی شوي، او هغه کسان چې وژل شوي او شکنجه شوي دي، دا واقعات یې دستاوېزي کړي دي. په ۲۰۱۱ کال کې د اسد رژیم، پرامنه حکومت ضد مظاهره چیان وچقول او نتیجه کې یې شام کې خانه جنګي راپیدا شوه.

د اېس اېن اېچ آر د شمېرو ترمخه، په دې خانه جنګۍ کې لږ تر لږه دوه لکه یو دېرش زره (۲۳۱۰۰۰) عام خلک وژل شوي چې په دې کې د دوه لکه و دوه زره قتلونو ذمه واري د رژیم په غاړه وه او نور یې پاته وسله والو ډلو وژلي دي.

اېس اېن اېچ آر وایي، په هغو کسانو کې چې د رژیم لخوا وژل شوي دي، درویشت زره (۲۳۰۰۰) یې ماشومان او دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) یې ښځې وې. همدا شان دې تنظیم ویلي چې پنځلس زره (۱۵۰۰۰) کسان د ځورولو کړولو یا شکنجو لاندې مړه شوي دي. دغه تنظیم دا هم دستاوېز کړي چې د شپږ نېوي زره (۹۶۰۰۰) نه زیات شامیان په جبر سره لادرکه کړی شوي او څلوېښت زره په جېلونو کې اچول شوي و.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د اېس اېن اېچ آر ډائرېکټر فضل عبدالغني وي او اې ته وویل چې د دوی تنظیم له هغه ورځې راهېسي چې د بشار الاسد حکومت رانسکوره شو، په مداومه توګه یې په دې هم نظر ساتلی چې څوک څوک له جېلونو آزاد شوي دي.

فضل عبدالغني وویل، په مجموعي توګه د یو لک او شپږ دېرش زره (۱۳۶۰۰۰) کسانو له ډلې څخه، "شاوخوا ۳۱۰۰۰ کسان چې غیرقانوني ګرفتاره کړی شوي یا جبري لادرکه کړی شوي و، آزاد شوي دي."

هغه زیاتوي چې په دې حساب سره، د شاوخوا یو لک او پنځه زره (۱۰۵۰۰۰) کسانو پته لا هم نده معلومه چې چېرته دي.

عبدالغني وایي، د دوی تنظیم چې تېرو څوارلسو کلونو کې څه پلټنې کړي دي، په شمول د دې چې د مړینې زرګونه تصدیق نامې یا سرټېفېکېټونه یې هم څېړلي دي، نو دوی یې دې نتیجې ته رسولي چې اعلان وکړي "د هغو (لاپته کسانو) ډېره لویه اکثریت برخه، یعنې پاته یو لک و پنځه زره کسان، وژلی شوي دي."

د لادرکه کسانو کورنیو دپاره، چې زیاترو یې څه باندې لس کاله په دې امېد تېر کړي چې یوه ورځ به خپل عزیزان بېرته وګوري، دا یو تباه کنه خبر و.

په دې تېره هفته کې ګڼ شمېر کورنۍ د پایتخت دمشق سره څېرمه د صیدنایا په نوم پوځي جېل ته ورغلل. په ۲۰۱۷ کال کې اېمنسټي انټرنېشنل دغه جېل د "انسانانو قصاب خانه" بللې وه چې هلته کې د اسد چارواکو په پټه او په منظمو طریقو په زرهاوو کسان وژل.

په نړېوالو خبري رسنیو باندې دا تېره هفته داسې رپوټونه وښودل شول چې خلک، اکثره پښې یبلې او ځیني یې نیم لوڅ، د جېلونو نه رابهر کېدل او زیات شمېر یې ډېر کمزوره شوي و او د ځینو خو یې خپل نومونه هم په یاد نه و.

ځیني دغه آزاد شوي قیدیان د خانه جنګۍ نه وړاندې یعنې لسهاوو کلونه مخکې د بشارالاسد د پلار حافظ الاسد د واکمنۍ له وخته په جېل کې پراته و. د صیدنایا جېل داخل نه وېډیوګانو کې ښکاري چې د شکنجو چمبرونه او خاصې کېمرې هلته وې، دېوالونو او ځمکې باندې یې د کلونو کلونو وینې تویې شوې وې او سر پر سر کلکې پاته وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG