لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل د دفاع وزیر : اسماعیل هنیه په تهران کې د اسرایل لخوا په نخښه شوی وو

دا لومړی ځل دی چې اسرایل په رسمي ډول د اسماعیل هنیه باندې شوي برید او د وژلو پړه په غاړه اخیستې ده . (فایل فوټو)
دا لومړی ځل دی چې اسرایل په رسمي ډول د اسماعیل هنیه باندې شوي برید او د وژلو پړه په غاړه اخیستې ده . (فایل فوټو)

د ګل، دوشنبې په ورځ، د اسرایل د دفاع وزیر اسرایل کاټز تائید کړې ده چې اسرایل د اګست په میاشت کې د ایران په پایه تخت تهران کې د هغې چاودنې ‌ذمه واري په غاړه لري چې د حماس د سیاسي چارو مشر اسماعیل هنیه پکې وژل شوی وو.

دا لومړی ځل دی چې اسرایل په رسمي ډول د اسماعیل هنیه باندې شوي برید او د وژلو پړه په غاړه اخیستې ده . تر دې مخکې یواځې ګومان کېده چې اسرایل د دغه برید تر شا لاس لري.

د اې پي خبري ادارې د رپورټ تر مخه د اسرایل د دفاع وزیر اسرایل کاټز زیاته کړې چې اسرایل د حماس او حزب الله مشران وژلي، په شام کې د بشارالاسد د حکومت په نسکورولو کې مرسته کړې، او د ایران د الوتکو ضد نظام یې تباه کړی دی.

اسرایل کاټز وويل چې اسرايل په تهران کې اسماعيل هنيه، په غزه کې يحيا سنوار او په لبنان کې حسن نصرالله په نخښه کړي، او د يمن په حديده او صنعا کې به هم ورته اقدام کولی شي.

بلخوا د اسرایل پوځ ویلي دي چې د نهې، سه شنبې په ورځ د یمن نه په اسرایل مېزایل ویشتل شوي وو چې تباه کړل شوي دي.

د اسرایل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې سایرن وغږول شول ځکه چې مېزایل د اسرایل په طرف روان وو څو ملکي خلک د پناه خوندي ځایونو ته لاړ شي. خو دغه مېزایل د اسرايل هوايي حريم ته د ننوتلو مخکې د منځه يوړل شول.

د اسرایل پوځ بیان زیاتوي د مېزایلو نه په اسرایل کې کوم نقصان نه دی شوی.

د 2023م کال د اکتوبر په میاشت کې په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې، د حوثي یاغیانو لخوا چې د یمن د پایه تخت صنعا په ګډون یوه لویه سیمه یې نیولې ده، په پرله پسې توګه په اسرایل مېزایل ویشتل کیږي. اسرایل هم څو ځله په یمن کې د حوثي یاغیانو په پوځي تنصیباتو بمبارۍ کړي دي.

د ګل، دوشنبې په ورځ د اسرایل د دفاع وزیر اسرایل کاټز د یمن حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړو چې د حوثي یاغیانو مشرانو برخلیک به هم د حماس او حزب الله د مشرانو په شان وي.

د اسرایل په بریدونو کې په لبنان کې میشت وسله والې ډلې حزب الله او د فلسطین حماس وسله والې ډلې جګپوړی مشران وژل شوي دي.

ایران د یمن د حوثي یاغیانو او همدارنګه د حزب الله او حماس ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

اسرایلي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د لبنان په جنوب او ختیځ کې د سختو جګړو په ترڅ کې د حزب الله څو مهم مشران وژلي دي.

په دغه شخړه کې تاوتریخوالی یوه میاشت وړاندې هغه وخت کم شو کله چې اسرایل او حزب الله په ډزبندۍ راضي شول. بلخوا د امریکا، مصر او قطر مذاکرات کوونکي په غزه کې د یو کال او دوو میاشتو راهیسې روانه جګړه د بندولو په هڅو کې بوخت دي.


په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. تر ۱۰۰ پورې یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي چې دریمه برخه يې مړه ګڼل کېږي.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي جنګ دلاسه په سیمه کې د ۴۵۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG