د ایران د بشري حقونو د فعالانو د ټولنې خبرې ادارې – هرنا – د زیارت په ورځ د ډسمبر په ۲۶مه، ایران کې د بشري حقونو د حالاتو د جاج اخېستو کلنی رپوټ جاري کړ او په کې یې ویلي چې د ایران حکومت په ۲۰۲۴م کال کې لږ ترلږه اته سوه و دري اتیا (۸۸۳) کسان تېزندۍ کړي دي.
هرانا پخپل دغه رپوټ کې د ۲۰۲۴ د جنورۍ له اولې نه نیولې بیا تر ډسمبره پورې د ایران د بشري حقونو د پېښو هر اړخیز جاج اخېستی او د "ژوند د حق" په برخه کې یې ویلي چې په ۸۸۳ تېزندۍ شوو کې، ۷۷۲ تنان یې نارینه او ۲۶ یې ښځې وې، او پنځه تنه یې داسې کسان و چې ورباندې د لګول شوي تور د جرم په وخت کې یې عمر له ۱۸ کلونو ښکته و.
د دې رپوټ په بنیاد، قریب ۵۲ فیصده تېزندۍ شوو کسانو باندې د منشیاتو د منتقل کولو الزام و، ورپسې ۴۰،۵۴ فیصدو باندې یې د قتل الزامونه و، ۲،۴۹ فیصد یې په جنسي جرمونو ملزم و، ۱،۸ فیصدي یې په نامعلومو الزامونو تېزندۍ شول، او یو څه نور یې د فساد في الارض، محاربه (غیرسیاسي مزاحمت)، وسله والې غلا، امنیتي پېښو او محاربه-بغي (سیاسي-امنیتي) الزامونو تورن و چې په ۲۰۲۴ کې تېزندۍ شول.
په رپوټ کې دا هم ویلی شوي چې ایران کې په ۲۰۲۴ کال کې د تېزندۍ تر ټولو زیات حکمونه په قزل حصار کرج او عادل آباد شېراز جېلونو کې عملي شوي دي. د امریکا د خزانې وزارت یوه هفته وړاندې اعلان وکړ چې د ایران قزل حصار کرج جېل یې د بندیزونو په لست کې شامل کړی.
د بخښنې نړېوال تنظیم یا اېمنسټي انټرنشنل ویلي چې په ۲۰۲۳م کال کې په دنیا کې د ټولو تېزندیو څلور اویا ۷۴ فیصدي یې د ایران کار و.
د امریکا د خارجه وزارت ویاند مېتهیو مېلر هم څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماهرینو د یو رپوټ په غبرګون کې چې په ایران کې یې د تېزندۍ د پېښو سېوا کېدل حیرانوونکي بللي و، دغه شمېرې یې "د فکرمندۍ وړ" وبللې.
هرانا پخپل تازه رپوټ کې دا هم ویلي چې د ایران حکومتي ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کې چې دا دی په ختمېدو دی، یو کم دوه زره و اوه نیم سوه (۲۷۴۹) شهریان د مدني، عقیدتي او یا سیاسي فعالیتونو په دلیل ګرفتاره کړي دي.
Forum