د خېبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو د صوبایي حکومت لخوا د امن په ځای کولو دپاره افغانستان ته د وفد لیږلو عمل ستایلی دی
د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د امن په ځای کولو دپاره افغانستان ته د پښتنو مذهبي او قبيلوي مشرانو د یو وفد لیږلو اراده کړې ده. د صوبې سیاسي ګوندونو د حکومت دغه عمل ستایلی دی. خو دوی وایي د وفاقي حکومت د ملاتړ نه بغیر به د صوبایي حکومت دغه ګام زیاته کامیابي ونه مومي. نور تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپورټ کې: