لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې پاته د امریکې اوسېدونکي د طالبانو د یرې ځانونه پټ ساتي


د امریکې د کلیفورنیا ریاست نه افغانستان ته تللې یوه جوړه چې د امریکې ګرین کارټونه لري، اوس په کابل کې ګېرپاته دي او هره شپه پخپلو درېیو بچیانو نظر ساتي چې که طالبان د دوی د پټ اوسېدو ځای ته نږدې شي، دوی خپل بچیان واخلي او وتښتي.

دغه مېرمن او خاوند وايي چې په دوه هفتو کې یې اووه ځله خپل د پټېدو ځایونه بدل کړي دي، او رشته داران یې ځای او ډوډۍ ورکوي. د هغو ورځې نارامه او د یرې او بېزارۍ سره شپو ته رسيږي. دوی په دوه کېمرو کې اوسیږي چرته چې ټلوژن ګوري او یا په موبایل فون باندې ګېمونه کوي.

په دې ټوله موده کې هغوی په بې صبرۍ سره انتظار دي چې د چا نه ورسره فون باندې رابطه ونیول شي او ورسره مرسته وشي چې له افغانستانه ووځي.

د امریکې د خارجه وزارت یو مامور څو ورځې مخکې دوی سره رابطه نیولې وه او ورته یې ویلي و چې دوی سره مرستې دپاره یو څوک ګومارل شوی دی، خو بیا چا ورسره رابطه نده نیولې. دې ښځې او خاوند له خپلو ماشومانو سره کوشش وکړ چې په یو پرواز کې له افغانستانه بهر ولاړ شي، خو ناکامه شول. دې ښځې په یو ټېکسټ پیغام کې اې پي خبري ادارې ته ویلي: «مونږ یرېدلي یو او هره ورځ ځانونه پټوو. هرکله چې مې زړه تنګ شي او ډېره ووېریږم، دعاګانې کوم.»

اې پي خبري ادارې د داسې کسانو د رشته دارانو او نجات ډلو سره د ټليفوني پیغامونو (ټېکسټ مسېجونو)، ایمېلونو، او ټلیفوني رابطو په ذریعه دا روښانه کړې ده چې په افغانستان کې د پاته شویو امریکني شهریانو، د امریکې د ګرین کارډونو لرونکو، او یا د هغو کسانو ورځېنی ژوند اوس څنګه دی کوم چې امریکا سره یې په تېرو کلونو کې کار کړی او اوس د امریکایي ځواکونو د انخلا نه پس په افغانستان کې پاته دي.

د هغو کسانو سره چې اې پي ورسره رابطې کړې دي – او د هغو د محفوظه پاته کېدو پخاطر یې نوم نه څرګندیږي – وایي چې په هفتو هفتو په کورونو کې پټ پاته دي، یره ورسره شته، خپل د پټېدو ځایونه بدلوي، ښځې یې برقعې په سر کوي او داسې جامې اچوي چې ونه پېژندلی شي.

دوی ټول وایي چې یره لري طالبان به دوی پیدا کړي، په جېلونو کې به یې واچوي، او یا یې شاید ووژني ځکه هغوی د امریکا شهریان دي او یا یې د امریکا حکومت سره کار کړی دی. هغوی په دې هم فکرمند دي چې د هغو د بهر ایستلو په اړه د صدر بایډن انتظامیې لخوا وعدې هم اوس ځنډېدلې ښکاري.

طالبانو د اګسټ په نیمایي کې په سرښار کابل قبضه ولګوله
طالبانو د اګسټ په نیمایي کې په سرښار کابل قبضه ولګوله

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن تېره هفته کانګرس ته معلومات ورکړل چې ګني د امریکا حکومت د مارچ میاشتې راهیسي خپلو شهریانو او د ګرین کارډونو لرونکو نه غوښتي و چې له افغانستانه ووځي، آن دا یې هم ورته ویلي و چې د لارې کرایه به هم امریکا حکومت دوی ته ورکړي.

بلېنکن وویل چې د امریکا حکومت افغانستان کې د امریکا په ګرین کارډ لرونکو باندې څارنه نه کوي، خو هغه اندازه ولګوله چې شاید څو زره دغسې کسان او شاوخوا سل تنه امریکایي شهریان افغانستان کې پاته وي.

د امریکا د خارجه وزارت په وینا، د تېرې میاشتې راهیسي چې د امریکا پوځیان له افغانستانه راووتل، بیا د تېرې جمعې ورځې پورې، لږ تر لږه څلور شپېته (۶۴) امریکایي شهریان او یو دېرش (۳۱) تنان چې د امریکې ګرین کارډونه لري، د افغانستانه راایستل شوي دي.

د اې پي خبري اداره زیاتوي، دا هم د یادونې وړ ده چې د دوی خبریالانو داسې کومه پېښه نده اورېدلې چې طالبانو دې تر اوسه کوم امریکنی شهري یا د امریکا ګرین کارډ لرونکی ګرفتاره کړی وي او یا یې له ځانه سره بیولی وي، خو دا تصدیق شوی چې څو تنه افغانان چې پخواني حکومت او پوځ کې یې کار کاوه، طالبانو په دې وروستیو کې د پوښتنو ګروېږنو دپاره بیولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG