لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا د عالمي مېډیا ادارې په افغانستان کې د الیاس داعي وژل کېدل وغندل


د آزادي رېډیو خبریال الیاس داعي چې په هلمند کې ووژل شو

د امریکا د عالمي مېډیا ادارې (USAGM) په افغانستان کې په یو ګاډي باندې د چاودنې له امله د آزادۍ رېډیو خبریال محمد الیاس داعي وژل کېدل او د درې تنو نورو زخمي کېدل غندلي دي.

د یو اېس اې جي اېم ادارې مشر مایکل پک په یو پیغام کې ویلي چې دا برید یو بزدلانه عمل ګڼلې او ویلي یې دي چې دا د آزادي رای په بنیادي اصولو یوه حمله وه. ښاغلي مایکل پک د داعي کورنۍ ته تسلیت وړاندې کړی او د بریدګرو د عدالت ته سپارل کېدو غوښتنه یې وکړه.

یو اېس اې جي اېم د امریکا هغه خپلواکه اداره ده چې تر چتر لاندې یې وي او اې، آزادي رېډیو، مشال رېډیو، او یو شمېر نورې رسنۍ فعالت کوي.

د یو اېس اې جي اېم مشر مایکل پک
د یو اېس اې جي اېم مشر مایکل پک

د دې ادارې د مشر په پیغام کې دا هم راغلي چې یو اېس اې جي اېم د خپلو خبریالانو ملاتړ او ساتنې ته، چې یو شمېر یې په خطرناکو سیمو کې کار کوي، بشپړه ژمن دی او بل دا چې "زمونږ وعده د افغانستان خلکو او د هغو د ملک خبري مېډیا ته کلکه پر ځای پاته ده."

تر دې وړاندې د افغانستان د هلمند چارواکو خبر ورکړی و چې د ولايت/ صوبې په مرکز لښکرګاه کې د ازادۍ رېډيو د خبريال الياس داعي په موټر د مقناطيسي ماين چاؤدنه شوې چې له امله يې هغه وژل شوی او د هغه سره یې ورور او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک مطبوعاتو سره د پېښې رامنځته کېدل تاييد کړي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د الياس داعي وژنه غندلې او دغه پېښې يې "د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو د پټولو او د رسنیو د رسا غږ خاموشول" بللې ده.

هغه ويلي، "ترهګرې ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نشي محدودلی، ځکه زمونږ د هیواد والو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې".

اشرف غني د الياس داعي د کورنۍ سره خواخوږي او غمشريکي کړې ده.

راپورونه وايي په الياس داعي د چاؤدنې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

په افغانستان کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په اووم نومبر په کابل کې د طلوع نيوز پخوانی خبريال يما سياوش او د هغه سره دوه نور کسان په مقناطيسي ماين چاؤدنه کې وژل شوي وو.

ازادۍ رېډيو ويلي الياس داعي د کلونو راهسې په هلمند کې خبريالي کوله.

XS
SM
MD
LG