لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سولې خبرو د پیلېدو سره سره، د افغان عسکرو او طالبانو ترمنځ جګړه بیا توده شوې


افغان چارواکي وایي، څو ګېنټې پس له هغه چې د خالي/شنبې په ورځ په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پرانېستل شول، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او د افغانستان د حکومتي قواوو ترمنځ وسله والې نښتې وشوې. په داسې یو موقع کې د جګړې او وینې تویېدني دوام، دا څرګندوي چې په افغانستان کې د نولس کلنې جګړې ختمول، څه آسانه خبره نده.

بل اړخ ته د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خالي/شنبې په ورځ رایټرز خبري ادارې ته وویل چې کله د اتوار په ورځ مذاکره کوونکي پلاوي خبرو ته سره کيني، نو د پام وړ اورکم (تشدد کې کموالی) او دا چې څنګه یو دایمي ډزبندي ته ورسېدی شي، دا دواړه به د هغوی د خبرو ړومبي مسایل وي.

خو د اتوار/یکشنبې په ورځ د دواړو اړخونو ترمنځ په دوحه کې د کومې لیدنې یا خبرو رپوټ ورنکړل شو. یوازې د قطر سرکاري خبري ادارې وویل چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو هیئت او د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د افغانستان د جمهوري دولت هیئت د قطر له امیر سره کتلي دي.

په فرورۍ میاشت کې چې امریکا او طالبانو په قطر کې لوظنامه لاسلیک کړله، نو تمه کېده چې سمدستي په مارچ میاشتې کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو داسې ونشوه او دا مذاکرات په میاشتو وځنډېدل. د ځنډېدو لامل یې طالبانو د خپلو پنځو زرو قیدیانو نه آزادېدل ګڼل، او حکومت ویل چې طالبان دې په تشدد کې کموالی راولي.

حکومت بالاخره د طالبانو ټول پنځه زره کسان چې غوښتنه یې شوې وه، له بنده خوشې کړل او مذاکرات پرون د قطر په سرښار دوحه کې پیل شول.

بل اړخ ته د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، فواد امان، رایټرز خبري ادارې ته ویلي، "د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو سره مونږ له طالبانو نه دا تمه درلوده چې د خپلو حملو په شمېر کې کموالی راولي. خو له بده مرغه د هغوی بریدونه اوس هم په لوړې شمېرې سره دوام لري."

فواد امان زیاته کړه چې د جمعې په ورځ، یعنې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو نه یوه ورځ مخکې هم، طالبانو په ټول افغانستان کې په حکومتي عسکرو او پوځي مرکزونو باندې اتلس (۱۸) حملې وکړې او درنه مرګ ژوبله یې واړوله.

امان وویل، "په دې اړه کره معلومات نلرو چې د خالي/شنبې په ورځ طالبانو څومره حملې کړي دي، مګر دا ویلی شم چې د هغوی د حملو په شمېر کې، د کموالي په ځای، زیاتوالی راغلی دی."

په همدې حال کې د کاپیسا او کندز ولایتونو چارواکو د دې خبرونو پخلی کړی چې په هغو سیمو کې د شنبې/خالي ورځې په ماښام طالبانو بریدونه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي چې طالبانو د حکومتي قواوو په هغه کتار برید کړی کوم چې، د دوی په وینا، په کندز کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې د عملیاتو ترسره کولو دپاره رارسېدلی و.

د طالبانو ویاند زیاته کړې ده چې امنیتي قواوو بیا په بغلان او جوزجان ولایتونو کې د شنبې/خالي ورځې په شپه هوایي بمبارۍ کړي دي.

د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستې په غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو پخپلو ویناوو کې په طالبانو باندې غږ وکړ مخکې تر دې چې مذاکره کوونکي د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو دپاره په لارو چارو باندې خبرې پیلې کړي، طالبان دې سمدستي د اوس دپاره د ډزبندۍ اعلان وکړي.

طالبانو د شنبې/خالي ورځې په پرانېست غونډه کې د کومې احتمالي ډزبندۍ په اړه هېڅ ونه ویل.

XS
SM
MD
LG