د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د پېل کولو په غبرګون کې ويلي، د"افغانستان حکومت د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پېل په افغانستان کې د دوی د نامشروع (ناجايزه) جګړې د دوام نښه بولي".
په داسې حال کې د افغانستان د سولې په تړاؤ د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې روانې دي، طالبانو پرون د جمعې په ورځ د " الفتح" په نوم د خپلو پسرلنيو عملياتو اعلان کړی ؤ.
طالبانو ويلي د بهرنيو ځواکونو او د دوي د اتحادیانو پرضد عملیات دوامداره لري.
نزدې لس ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو پرضدد " خالد" په نوم د پوځي عملياتو اعلان کړی ؤ.
خو افغان ولسمشر ويلي ؤ د پوځي عملیاتو سره به د خبرو اترو دپاره دروازې خلاصې وي.
ارګ ويلي د طالبانو عملیات په داسې حال کې اعلانیږي چې د افغانستان حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پایته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري او دا ډله د متحدو ایالاتو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په مستقیم ډول د سولې په مذاکراتو بوخته ده.
په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان غندلی اؤ د پاکستان ،قطر اؤ نورو اړونده هیوادونو څخه یې هم غوښتي چې د طالبانو لخوا د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان وغندي.
ارګ زیاته کړې په افغانستان کې د جګړې او فساد پر دوام د طالبانو ټینګار په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او اسلامي نړۍ جیدو علماو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو د جګړې دوام جهاد نه، بلکې فتنه وبلله او د دې جګړې د ودرولو غوښتنه يې کړې ده.
افغان صدارتي ماڼۍ ویلي، "د افغانستان خلک شاهد دي چې طالبانو، د پردیو په لمسون، په تېرو عملیاتو کې نه یواځې په ټول افغانستان کې زموږ پر بې ګناه خلکو تروریستي بریدونه کړي بلکې، د اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو پر خلاف یې په وار وار زموږ د متدینو خلکو پر خصوصي حریم تېری کړی، ښځې او بې ګناه ماشومان یې برمته کړي او له هغوی څخه د سپر او د کورونو څخه یې د سنګر په توګه استفاده کړې ده".
ارګ ويلي "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته واضح لارښوونه شوې چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي او اسلامي نوامیسو څخه د دفاع د اصل سره په مطابقت او د افغانستان د متدینو خلکو د دفاع په خاطر دې ټول لازم تدابیر ونیسي او له خپلو سنګرونو څخه دې په کلکه دفاع وکړي".