لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار د طالبانو د وروستیو پرمختګونه وجه څه ګڼي؟


د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې په تېزۍ سره د ځینو علاقو د نیولو ترشا دلیل، د امریکا په مشرۍ د خارجي قواوو د وتلو ابتدایي موقت اثرات و، او افغان حکومت په دې کار کوي چې مخ ته راغلی حالت، قابو کړي.

د امریکا صدر جو بایډن ټولو امریکايي عسکرو ته امر کړی چې د ستمبر یوولسمې نېټې پورې دې د افغانستان نه ووځي، چې دا نېټه په امریکا کې د نړېوالو ترهګریزو حملو شلمه کلیزه ده. د امریکا د دې فیصلې سره، د نېټو نورو هېوادونو هم خپل عسکر له افغانستانه وایستل. د پوځونو د انخلا چارې تر ډېره مخ ته تللي دي او تمه ده چې د اګست په وروستیو کې بشپړې شي.

د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار حمد الله محب په کابل کې خبریالانو ته وویل: «د خارجي قواوو د وتلو او په افغان هوایي ځواکونو باندې د اضافي فشار له امله، مونږ ته څه ناڅه ستونزې پیدا شوې وې....دا هغه ځیني ابتدایي موقت اثرات دي چې مونږ به یې قابو کړو.»

ښاغلي محب زیاته کړه چې د خارجي قواوو د وتلو نه وروستو، افغان ځواکونو، په خصوص هوایي قواوو سره د وسایلو د کمي له وجې، چارواکو ته دا سخته شوه چې لېرې پرتو پوځي مرکزونو ته د ضرورت وړ شیان یې ورورسوي، نو له دې امله هغو سیمو باندې فشار زیات شو او په دې وخت کې چې افغان عسکر له ځینو سیمو شاتګ وکړ، خلکو ته پرېشاني پیدا شوه.

د طالبانو له خوا د ډېرو سیمو د لاندې کولو با وجود هم د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار حمدالله محب مطمین ښکارېده چې حکومت سره یې اوس هم د خلکو ملاتړ شته، او د جنګ په میدان کې شاتګ، موقتي دی. هغه وویل: «دا جنګ دی او په کې فشارونه شته. کله حالات زمونږ په خوښه روان وي او کله نه وي روان.»

بل اړخ ته د تاجکستان چارواکو ویلي چې په وروستیو دوو هفتو کې شاوخوا ۱۶۰۰ افغان عسکر د طالبانو د پرمختګ وروسته، د بدخشان له ولایته تاجکستان ته وراووښتي دي. حمدالله محب وویل چې تاجکستان ته تللي افغان عسکر بېرته افغانستان ته راوستل کیږي او هغوی به بیا هم د افغانستان په حکومتي قواوو کې د طالبانو په ضد جنګ کوي.

په همدې حال کې د سولې پروسه درېدلې ښکاري. د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار د نهې په ورځ ټینګار وکړ چې افغان ریاست د افغانانو او نړېوالې ورورولۍ د خوښې مطابق طالبانو سره د یوې روغې جوړې لارې موندلو ته آماده دی، خو د هغه په وینا، طالبان نه غواړي چې د سولې مذاکرات وکړي.

بل اړخ ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وي او اې ته ویلي چې هغوی د سولې پروسې مخ ته وړلو دپاره آماده دي. ذبیح الله مجاهد د سولې پروسې کې ځنډ، د مقابل لوري ذمه واري وبلله.

بل پلو د افغانستان صدر محمد اشرف غني وایي "که طالبان فکر کوي چې مونږ به دوی ته تسلیم کیږو، نو دا ارمان به یې په سلو کالو کې پوره نشي. د وینې توئېدو او ویجاړیو پړه به د طالبانو او د هغوی د پلویانو په غاړه وي."

ښاغلي غني د نهې/سې شنبې په ورځ د افغان کابینې او امنیتي او دفاعي ادارو د مشرانو یوې غونډې ته وویل چې طالبانو ته په هېڅ صورت معامله او تسلیمي نشته، "خپل ژوند په عزت سره کوو، نن د عزت او هوډ ورځ ده."

ولسمشر غني په حکومتي چارواکو او امنیتي عسکرو غږ وکړ چې د جګړې د لاسه بې کوره شوو خلکو ته دې ژر تر ژر متبادل بند و بست برابر کړی شي. ښاغلي غني ژمنه وکړه چې په جګړو کې د وژل شوو سرتېرو، که هغه هوایي ځواکونه دي او که ځمکني، کورنۍ به یې ونازولی شي او د مرستو سره سره ورته د کورونو دپاره ځمکه یا تیار کورونه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG