لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 صدارتي ټاکنو افغانستان یو وار بیا د ٢٠١۴ په رنگه د سیاسي بې باورۍ سره مخ کړی


رایټرز خبري اداره وايي که څه هم په افغانستان کې ولسمشریزې یا صدارتي ټاکنې په خوندي توګه وشوې، خو په افغانستان کې د دواړو مخکښو نوماندانو د بري دعو و اوږده سیاسي بې باوري پیدا کړېده.

خبري اداره ليکي وسني حالات داسې دي لکه د ٢٠١۴ د صدارتي انتخاباتو ورستو چې دواړو امیدوارانو په یو بل د ټگۍ کولو تورونه ورستو جوړ شوي وو.

د جرمني شپیغل جریدې سره په خبرو کې تېره ورځ صدر اشرف غني اوویل چې هیواد یو وارې بیا د کال ٢١٠۴ د اتنخاباتو ورستو هغه شان په میاشتو اوږدو سیاسي شخړو ته وزگار نه دی:

"زه او زما د ټاکنو ډله د قانون احترام کوي او د انتخاباتو رسمي نتيجو ته په تمه یو"

د اشرف غني د کمپاین مشر داود سلطانزوی ویلي دي، په دې ټاکنو کې د تېر بل هر ځل په پرتله د درغلیو د مخینوي لپاره زیات کارونه شوي دي چې له دې سره به ډاکټر عبدالله د بایللو په حالت کې د شکایت لپاره لږ څه له ځان سره ولري.

عبدالله هم په همدې اندازه باوري ښکاري او د هغه ویاند مجیب رحمان رحیمي ویلي د هغه ایتلاف د هزارګانو، تاجکانو او له ځینو پښتنو څخه جوړ وو نو له همدې امله به ګټونکی وي.

رایټرز خبري اداره دا هم وايي چې حالات ځکه بې باوري دي چې طالبان د تېر ځل په پرتله لا ځواکمن او واکمن دي او د دوی په وینا په افغانستان کې به د امریکا په ملاتړ حکومت و نه مني.

د ملي یوالي حکومت به تر هغو پورې په واک کې وي تر څو نوی ګټونکی ولسمشر په دندې پیل وکړي.

تمه ده د ټاکنو پایلې به دا ځل د اکټوبر په ۱۹ نېټه اعلان شي. کچېرې یو هم تر نیمايي زیاتې رایې و نه ګټي نو ټاکنې به دوهم دوره ته ولاړې شي.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې پروګرام افیسر کولن کوکمن چې د ۲۰۰۸ کال راهیسې د افغانستان د سیاست څېړنه کوي وايي:

"د پراخ سیاسي ناورن جدي ګواښ دی او په پایلو ښايي شخړې وشي په داسې حال کې چې طالبان یو موټی پاتې دي."

افغانستان ته د چېک هېواد سفیر پیټر سټېپنیک وايي، دوهم دور ټاکنې ښايي د پسرلي پورې ترسره نشي چې له امله به یې بې باوري لا اوږده شي.

"د ټاکنو کمېسیون کولای شي چې ووایي چې هوا خرابه ده او ټاکنې څو میاشتې وځنډوي. چې په داسې حال کې به مونږ یو کمزوری حکومت ولرو."

د سپټمبر له ۲۸ نېټې څخه ۴۵۰۰ شکایتونه راټول شوي دي چې له امله یې بایللي کاندید ته د نه منلو زړه ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل چې د بایومټریک ځیني ماشینونه ورک شوي دي.

په ټاکنو کې د ټولو رایه ورکونکو شمېر ۲.۶ میلیونو ته رسېده چې دا د هغو کسانو یو په درې برخه جوړوي چې د ټاکنو په شرایطو برابر وو.

دا ځکه چې طالبانو په دغو ټاکنو کې د ګډون په وړاندې ګواښونه کړي وو.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو خبرې چې په بدل کې به یې طالبان امنیتي ضمانتونه ورکوي په سپټمبر میاشت کې ماتې شوې که څه هم په اسلام اباد کې یې تېره میاشت یو څه خبرې وکړې.

بل پړاو به بیا هم مذاکرات وي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ چې په ترڅ کې به یې ډز بندي هم کېږي او د طالبانو په راتلونکي رول به هم خبرې کېږي.

طالبانو تر اوسه پورې له افغان حکومت سره هر ډول خبرې رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG