لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ویسټ انډیز ته بیا ماتې ورکړه


د افغانستان کرکټ لوبډلې د نړیوال کپ د غورایو په سیالیو کې ویسټ انډیز ته بیا ماتې ورکړه.

دواړه لوبډلې د وړاندې څخه په کرکټ ورلډ کپ کې لوبیدلو ته رسیدلي دي.

نن په هراری کې ویسټ انډیز وړومبی بيټینگ وکړو او په ۴٦.٥ اوورنو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوزیدلو ٢٠۴ رنزونه جوړ کړل.

د افغانستان لخوا مجيب الرحمان په ٩.٥ اورونو کې ۴٣ رنزونه ورکړل او ۴ لوبغاړي یې وسوزول.

د افغانستان تکړه بېټسمین محمد شهزاد نن هم ښه لوبه وکړه او ٨۴ رنزونه یې جوړ کړل.

د غوراوي د سياليو په سپرسيکس پړاؤ کې افغانستان ائيرلېنډ ته ماتې ورکړې وه او د نړيوال کپ په سياليو کې د زغل حقدار گرځیدلې وو.

د افغانستان په بري د امرېکې په ورجينیا ریاست کې لوبې ته ناست یو افغان زلمي متين اغا وي او ای ډیوه ته وویلي وو د هغه دغه ارمان پوره شو چې د خپل هېواد ترانه د کرکټ په نړیوال کپ کې واوري او د افغانستان بیرغ د نړېوال کپ په میدانونو کې اوچت وویني.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG