لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د بهرنیو چارو نګران وزیر: بین الافغاني مذاکرات تر بل هر وخت نژدې ښکاري


د افغانستان د بهرنیو چارو نگران وزیر محمد حنیف اتمر وایي چې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو دپاره وروستني خنډونه هم لېري شوي او ډېر ژر به وي چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

حنیف اتمر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په هغه آنلاین بحث کې چې د امریکا د سولې د انسټیټوټ (یو اېس آی پي) په کوربتوب جوړ شوی و، وویل، "مونږ د بل هر وخت نه، اوس د سولې مذاکراتو پیلېدو ته نژدې شوي یو. مونږ خوشبینه یو چې په آینده اونۍ کې به په دې برخه کې یو لوی پرمختګ وکړو. د قیدیانو د خلاصون په اړه، او همدا راز یو دوه سختو پوښتنو په اړه چې مونږ درلودلې، کامیابه رسیدګي شوې ده."

حنیف اتمر دا څرګنده کړه چې تر آینده هفتې پورې به یو شمېر نور طالب قیدیان هم له حکومتي جېلونو خوشې شي او په هغه سره به د سولې د خبرو نه مخکې د ټولو آزادو شویو طالب قیدیانو شمېر ۵۶۰۰ ته ورسیږي. هغه په طالبانو دا غږ هم وکړ چې آزاد شوي طالبان دې بیا د حکومت خلاف نه جنګوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو نګران وزیر پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانان یوازې د سولې پروسې او د هغه نه وړاندې شرایطو ته لېواله ندي، بلکې د دې پروسې څرنګوالي او د هغه نتیجه هم ورته ډېره مهمه ده.

هغه د تشدد په کمېدو او فوري ډزبندۍ باندې هم ټینګار وکړ، او ویې ویل په خصوص په داسې موقع کې چې په افغانستان کې سیلابونه هم رابهیدلي او خلک مرستو ته اړتیا لري، په کار ده چې په افغانستان کې دې، د بشري مرستو په خاطر، ډزبندي وشي.

اتمر وویل، "مونږ دا غواړو چې په تشدد کې کمی راشي او په فوري ډول بشردوستانه ډزبندي وشي چې مونږ وکړی شو خلکو ته د صحت او خوراکي امنیت په برخو کې مرستې ورسوو."

د سیمې تجارت او له ګاونډیو ملکونو سره د ښو تعلقاتو په هکله، ښاغلي اتمر د افغانستان موقعیت او د تجارت له اړخه مهموالي ته اشاره وکړه، او ویې ویل، "د اقتصاد له اړخه، افغانستان هیله من دی چې په سیمه کې د یو تجارتي مرکز، ټرانزیټي لارې، او د سوداګرۍ او سرمایه کارۍ د مرکز په حیث خپل تاریخي ځای بیرته بحال کړي."

حنیف اتمر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغان حکومت، هم په افغانستان کې د سرمایه کارۍ له اړخه او هم د سولې د پروسې په نتایجو کې د علاقمندۍ له اړخه، د امریکا د حکومت او خلکو ډېره قدرداني کوي.

XS
SM
MD
LG