لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ایلس ویلز: امریکا په کشمیر کې د بشري حقونو په سرغړونو اندېښمنه ده


د مرکزي او سویلي ایشیا لپاره د امریکې د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې سیکتری ایلس ویلز د نهې، سه شنبې په ورځ کانګرس د بهرنیو چاروکمیټۍ ته په خپله وینا کې ویلي مونږ د سیمې حالات ښه کولو باندې د هندوستان حکومت ستاینه کوو.

خود هند ترولکې لاندې کشمیر کې په روانو حالاتو یې اندېښنه څرګنده کړه. اود هندوستان حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په لانجمنه سیمه کی دی د موبایل او انټرنيټ سروس بحال کړي او بندي کړل شوي کسان دې خوشي کړي.

د کشمیر په ځینی برخوکې د موبایل سروس بحال شوی خو انټرنیت یې لا نه دې بحال کړی. ویلز وایي حالات تر ډیره حده سم شوي خو لا تر اوسه پورې په پورا توګه ټیک شوي نه دي.

میرمن ویلز وویل چې د هند حکومت مو د خپل اندیښنو نه خبر کړی، چې د زرګونو په حساب نیول شوي عام او سیاسي خلک دې ازاد کړل شي. د زرګونو په حساب خلک بغیر له څه جرم نیول شوي دي.

نوموړي په هند غږ وکړو چې خپله ژمنه دې پوره کړي او په اول فرصت کې دی د ځايي اسمبلۍ د پاره دې ټاکنې وکړي. هغې هیله څرګنده کړه چې حکومت به سیاسي مشران د بند څخه ازادول شروع کړي.

د هندوستان پارلیمان د دې کال په ۵م اګست تر خپلې ولکې لاندې کشمیر نیمه خپلواکي ختمه کړه، چې له وجې یې د مسلمانانو اکثریتي علاقې خصوصي حیثیت ختم شو، او د خپل ائین ، جنډې او د زمکې حق ترې واخستل شو.

میرمن ویلز وویل د هندي پارلیمان له پریکړې څخه نږدې د ۸ میلین خلکو ژوند ستونزمند شوی دی.

هغې زیاته کړه چې د یو بل سخت دښمنان هند او پاکستان مخامخ خبرې به سمیه ایز تاوتریخوالی کم کړي.

پاکستان او هندوستان دواړه د کشمیر څه برخه لري، خو دواړه هېوادونه د پوره کشمیر د ملکیت دعوه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG