لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 10م نومبر به ټوله نړۍ کې يوم ملاله نمانځل کيږي


ملالې يوسفزۍ وئيلي دي چې مونږ دټولې نړۍ څخه دهر ذات، رنگ او عقيدې سره دتعلق لرونکو خلکو دنيکو خواهشاتو احساس کوؤ
ملالې يوسفزۍ وئيلي دي چې مونږ دټولې نړۍ څخه دهر ذات، رنگ او عقيدې سره دتعلق لرونکو خلکو دنيکو خواهشاتو احساس کوؤ
دملگرو ملتونو جنرل سيکرټري بانکي مون دملالې يوسفزۍ ناقابل شکست حوصلو ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو لپاره په 10م نومبر ټوله نړۍ کې ديوم ملاله نمانځلو اعلان کړى او وئيلي يې دي چې دجينکو دتعليم لپاره دغږ پورته کوونکې ملالې هلې ځلې دلارې مشال دى.
پخپل يو ويډيوي پيغام کې بانکي مون وئيلي دي چې دټولۍ نړۍ خلک به دملالې لپاره غږ پورته کوي.
بانکي مون وائي ملاله يوسفزۍ يوه مړنۍ لور ده او دهمت او مړانې مثال يې قائم کړى.
بانکي مون وائي په يوم ملاله دې دټولې نړۍ خلک يو غږ جوړ شي او دتعليم دپرمختيا لپاره دې دملگرو ملتونو ملاتړ وکړي.
بل لوري ته دملگرو ملتونو دتعليم ځانگړى استازى او دبرطانيې پخوانى وزيراعظم گورډن براؤن دجمعې په ورځ پاکستان ته په درې ورځني سفر رسيدلى.
ښاغلى گورډن براؤن به دپاکستان دوزيراعظم راجه پرويز اشرف او خارجه وزيرې حنا رباني کهر ترڅنگ ددغه هيواددصدر اصف علي زرداري سره هم ليدنه کوي او هغه ته به د10ؤ لکو څخه دزياتو خلکو يو لاسليک شوى درخواست وړاندې کوي او هغه څخه به غوښتنه کوي چې په پاکستان کې دې دجينکو تعليم يو حقيقت جوړ کړي.
ځانگړى استازى به دملالې يوسفزۍ په اړه يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا هم کوي.
بلخوا ملالې يوسفزۍ دخپلې ناروغتيا په مهال دټولې نړۍ څخه هغې ته دنيکو پيغامونو دليږونکو او هغې لپاره دنيکو هيلو لرونکو ټولو خپلو مينه والو مننه ادا کړې.
دملالې يوسفزۍ په توسط سره دهغې پلار ضياء الدين يوسفزۍ وائي ملاله دهرچا شکريه ادا کول غواړي او هغه په دې خبره حيرانه شوې ده چې دټولې نړۍ نارينه، زنانه او ماشومان دهغې په خيرخواهۍ کې دلچسپي لري.
ملاله يوسفزۍ اوس مهال دبرطانيې دبرمنگهـ ښار په کوئين الزبتهـ روغتون کې دعلاج لپاره پرته ده او ددغه روغتون څخه جاري شوي يو پيغام کې ملالې يوسفزۍ وئيلي دي چې مونږ دټولې نړۍ څخه دهر ذات، رنگ او عقيدې سره دتعلق لرونکو خلکو دنيکو خواهشاتو احساس کوؤ.
تيره مياشت داکتوبر په 9مه نيټه يو شمير وسله والو جنگيالو په ملالې يوسفزۍ دسوات په انتظامي مرکز مينگوره کې هاغه مهال بريد ترسره کړى ؤ چې هغه دسکول په يو گاډي کې کور ته روانه وؤ.
په دغه بريد کې دملالې يوسفزۍ پشمول درې طالب علمانې ژوبل شوې وې، خو دسخت ژوبل کيدو له امله پاکستان کې دابتدائي علاج وروستو ملاله يوسفزۍ دبرطانيې دبرمنگهم ښار کوئين الزبتهـ روغتون ته وړل شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG