لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د آسټریا چارواکي: په ویانا کې بریدګر د داعش ډلې پلوی و


د آسټریا چارواکي وایي د هغه هېواد په ویانا ښار کې وروستۍ ترهګرۍ پېښې یو ملزم، د داعش ترهګرې ډلې پلوی و. په دې ترهګر برید کې کم از کم څلور تنه ووژل شول او ۱۴ نور زخمیان شول.

د آسټریا داخله وزیر کارل نېهامر د نهې/سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د تېرې شپې په حمله کې، «حد اقل یو اسلامپاله ترهگر» شامل و.

هغه زیاته کړه چې له حمله کوونکي سره ماشینګڼې وې او د ځانمرګي برید یو جعلي واسکټ هم ورسره و. د آسټریا داخله وزیر وروسته د ملک سرکاري خبري ادارې ته دا هم ویلي چې دا حمله کوونکی، تېر کال په دې سبب چې کوشش یې کاوه داعش سره د یوځای کېدو دپاره شام ته ولاړ شي، د عدالت لخوا محکوم شوی هم و.

پولیسو دا بریدګر په ډزو سره وواژه او چارواکي وایي چې د نهې/سې شنبې په ورځ پلټنې او تحقیق لا هم روان و چې معلومه کړي په دې حمله کې یوازې همدا یو کس ککړ و او که نور کسان هم شته.

چارواکو په آسټریا کې خلکو ته دا هم ویلي چې د عامه ځایونو نه لېرې پاته شي، ځکه ښایي نور بریدګر لا پاته وي.

پېښه داسې وشوه چې د ګل/دوشنبې په ورځ، فقط څو ګنټې مخکې تر دې چې د کروناوبا له کبله په آسټرایا کې قسمي ټولبندیز ولګیږي، د ویانا ښار په شپږو برخو کې ډزې وشوې. په دې ډزو کې دو نارینه او یوه ښځه ووژل شول او یو پولیس افسر د نورو کسانو سره زخمي شو.

د آسټریا وزیراعظم سباسټین کورز ویلي چې ترهګر یې ملک نشي اېرولی. هغه په ټویټر کې دا هم ویلي چې د عیسایانو او مسلمانانو، یا د آسټریا خلکو او مهاجرو ترمنځ هېڅ کومه شخړه نشته، مګر دا شخړه د هغو کسانو ترمنځ ده چې یو اړخ امن او بل اړخ جګړه غواړي.

د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل دواړو د آسټریا له خلکو سره غمرازي ښودلې او ویلي دي چې د اسلامي ترهګرو په وړاندې جګړې کې سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو هم ویلي چې امریکا په ویانا کې وروستي بریدونه په کلکه غندي او د وژل شویو کسانو له کورنیو او له زخمیانو سره یې غمشریکي کوي.

XS
SM
MD
LG