لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: ترکي ازربایجان ته وسله وال لیږلي، پاکستان په ازربایجان کې د عسکرو د جنګیدو رپورټ رد کړی


د نېګورنو کاراباخ په سر د ازربایجان او ارمینیا ترمنځ جګړه د اتوار، يکشنبې، په ورځ‌ شروع شوي چې تر اوسه پکې یو شمېر کسان وژل شوي دي او مبصرین وايي د ۱۹۹۰ د لسیزې نه پس د داړو ملکونو منځ دا تر ټول سخته جګړه ده

ترکي د سلګونو په شمېره کې د شام وسله وال ازربایجان ته لیږلي چې د ارمینیا سره جنګ کې د ازربایجان ملاتړ وکړي. د وي او د رپورټ ترمخه دا خبره د شام د انساني حقونو یوې ډلې او د شام یو حکومت مخالف کمانډر کړې ده خو د ازربایجان صدر ازربایجان ته د شام د وسله والو د ورتګ خبره رد کړې ده.

بلخوا د پاکستان خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د ارمینیا خلاف یې د عسکرو د جنګیدو خبر بې بنیاده دی.

په شام کې د انساني حقونو د څارنې ادارې سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس، چې شام کې څېړونکي لري، وايي ترکې ازربایجان ته د ۳۰۰ نه زیات وسله لیږلي دي.

په تندروۍ نظر ساتونکي د وي او ای د انګریزۍ څانګه اېکسټریمزم واچ په خپل رپورټ کې وايي ترکي ته د شام د وسله والو لیږلو تصدیق د سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس مشر رمي عبدالرحمان کړی دی. هغه وویل د ترکمن نسل دوو مسلح ډلو سلطان مراد ډویژن او سلیمان شاه بریګېډ وسله وال ازربایجان ته لیږل شوي چې د ترکي نژدی ملګر ملک دی.

د وي او ای رپورټ وايي د شام ترک پلوه سیرین نېشنل ارمي یو کمانډر زیاد حج عبېد یو کرد ټېلې وژن ته وویل ازربایجان ته د شام د وسله والو تګ د دوو مقصدونو دپاره کېدلی شي، یو مقصد مالي ګټه او بل چونکه ترکي د دوی حمایت کړی دی او شامي وسله وال اوس ددغه احسان بدل ورکوي.

د وي او ای رپورټ وايي دوو شامي وسله والو رویټرز خبري ادارې ته ویلي چې د ازربایجان دپاره د جنګېدو په سر به ورته ۱۵۰۰ ډالر د میاشت ورکول کیږي. وي او ای د دې خبرې په ازاده توګه تصدیق نشي کولی.

د نېګورنو کاراباخ په سر د ازربایجان او ارمینیا ترمنځ جګړه د اتوار، يکشنبې، په ورځ‌ شروع شوي چې تر اوسه پکې یو شمېر کسان وژل شوي دي او مبصرین وايي د ۱۹۹۰ د لسیزې نه پس د داړو ملکونو منځ دا تر ټول سخته جګړه ده.

ازربایجان ته د شمالي شام نه د وسله والو د لیږ خبره لومړی روس ته د ارمینیا سفیر کړې وه او ویلي یې وو چې ترکي قریباً ۴۰۰۰ وسله وال ازربایجان ته لېږلي دي.

د ازربایجان صدر الهام علېیو د روس رشین ون نومې ټېلې وژن ته ویلي ازربایجان ته د شام د وسله د ورتګ خبره جعلي خبر دی.

د رپورټونو ترمخه د ترکي د خارجه وزارت ترجمانې دغه خبره بې بنیاده بللې ده.

د ترکي صدر رجب طبپ اردوان د ازربایجان د حمایت اعلان کړی او ویلي یې دي چې ترکي به د ازربایجان د خپل وس هر ډول مرسته کوي. هغه وویل ارمینیا په سیمه کې امن ته "تر ټولو لوی" خطر دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ارمینیا حکومت وویل د ترکي پوځي ماهرین د ازربایجان د عسکرو سره څنګ په څنګ د په ضد جنګیږي. ترکي دغه خبره رد کړې ده.

د پاکستان خارجه وزارت وویل دا رپورټ چې پاکستان د ارمینیا خلاف د ازربایجان په حمایت کې جنګېدو دپاره عسکر لیږلي بې بنیادي دی او غېر ذمه وارانه دی.

خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل پاکستان په سیمه کې د امن او امان په خرابېدونکي صورتحال تشویش لري. په بیان کې وویل شو چې پاکستان د نګورنو کاراباخ په مسله د ازربایجان حمایت کوي چې د ملګرو ملتونو د یو شمېر قراردادونو سره هم سمی خوري.

د پاکستان خارجه وزارت وویل ارمینیا په نګورونو کاراباخ کې باید چې خپل پوځي عملیات وردوي.

د وي او ای د اردو څانګې ترمخه یه دوه ورځې وړاندې د یورېشین ټایمز نومې خبري وېب پاڼې د ارمینیا د مطبوعاتو له قوله دا خبر ورکړی و د ازربایجان سره جنګ کې پاکستاني عسکر د ارمینیا خلاف جنګیږي.

د نړیوالو چارو څېړونکي حس عسکري د وي او ای اردو څانګې ته وویل د شوري اتحار یا د پخواني روس د ماتېدو نه پس چې ازربایجان او ارمینیا جدا جدا ملکونه جوړ شول نو پاکستان د ترکي نه پس دویم ملک و چې ازربایجان یې تسلیم کړو خو پاکستان تراوسه د ارمینیا سره سفارتي تعلقات نلري او ازربایجان د کشمیر په مسله د پاکستان حمایت کوي.

XS
SM
MD
LG