لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: ۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۶ ټپیان دي


د بلوچستان په تربت سیمه کې وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر برید کړی، ۵ ملېشه سرتېري یې وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د کېچ ضلعې حکومتي چارواکي وایي، د امنیتي سرتېرو کاروان د تربت سیمې په (شاپوک) نومي ځای کې روان وو، چې هلته ورته پټو وسلوالو ورباندې ناببره ډزې وکړې او په یوه موټر کې سپرو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

رپوټونه وایي وسلوال تر پېښې وروسته تښتېدلي دي، خو سمدستي ګڼ شمېر امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته ورغوښتل شوي او په وسلوالو پسې یې پلټنه پیل کړې ده.

په پېښه کې وژل شوي او ټپیان سمدستي د تربت روغتون ته وړل شوي دي.

د بلوچستان په سرحدي سیمو کې اکثر ملېشه ځواکونو ګزمې کوي، خو دا نه ده څرګنده چې دا نننی برید د ملېشه سرتېرو پر موټر شوی او که د بلې امنیتي ادارې سرتېري دي.

د دې برید پړه تر اوسه کوم وسلوال سازمان پر غاړه نه ده اخیستې، خو د تربت په شمول د ایران پولې ته نیژدې سیمو کې د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو وسلوال سازمانونه فعال دي او تل پر امنیتي سرتېرو د حملو دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG