د پاکستان د بلوچستان صوبې په جعفر اباد ضلع کې د يو لاسي بم په بريد کې د دوه پولیس سرتيرو په ګډون لږ تر لږه 17 کسان ژوبل شوي دي.
د پاکستان د سرکاري او ځايي ميډيا ترمخه پوليس چارواکو ويلي، د اتوار/ يکشنبې په ورځ (30 جنورۍ) د جعفر اباد ضلع په سوبت پور چوک کې نامالومه موټر سايکل سورو لاسي بم/ هېنډ ګرنېډ ویشتی دی.
پوليس چارواکو ويلي په پېښه کې ژوبل کسان نزدې روغتون او ځينې چې روغتيایي حالت يې سخت وو، د سيند صوبې لاړکانې ته منتقل کړی شوي دي.
په سمدستي ډول د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.
د بلوچستان وزيراعلا ميرعبدالقدوس بزنجو او نورو چارواکو د بريد غندنه کړې ده.
د اتوار په ورځ د پاکستان د پوځ مشر مېجر جنرل قمر جاوېد باجوه د دغه صوبې سفر هم کړی وو، او د امنتي چارواکو او پوځي سرتيرو سره یې ليدلي وو.
جنرل باجوه دغه سفر په داسې حال کې کړی چې په بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
د راپورونه ترمخه د روان کال 2020 د لومړۍ میاشت جنورۍ د څلورمې نه تر 28مې يواځې په بلوچستان کې نهه امنیتي پېښې شوې دي چې پکې د 13 امنيتي سرتېرو په ګډون ټول 28 تنه وژل شوي او 20 تنه ټپيان شوي دي، په ټپيانو کې اته د امنيتي ځواکونو سرتيري هم شامل دي.
په پاکستان کې امنيتي چارواکي او څيړونکي وايي چې په بلوچستان کې اوسني حالات د افغانستان له حالاتو سره تعلق لري.
په بلوچستان کې د وروستيو زياتره بريدونو ذمه واري بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسلوالو ډلو منلې دي، خو د جنورۍ پر 26 مه په چمن ښار کې د ليويز ځواک د سرتېري د وژلو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.
په صوبه کې تر ټولو خونړی بريد د 25 م او 26 مې جنورۍ په ماښام د ايران سرحدي پولې ته څېرمه د بلوچستان د تربت ضلعې په سېدان سیمه کې د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته شوی وو، چې د پوځ وياندې ادارې ايي ايس پي ار په وینا 10 پوځیان پکې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي هم وو.