لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بلوچستان کې د بې درکو کړی شوو خلقو کورنۍ واي اختر په ویر کې تیروي


د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د بې درکو کړی شوو کسانو د حقونو لپاره جوړ تنظیم وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز د لوی اختر په ورځ احتجاج کړی دی.

د سازمان مشران تور پورې کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارو په زرګونو کسان نیولي او عدالتونو ته یې نه وړاندې کوي.

د سازمان یو مشر ماما قدیر بلوچ په کوټه کې وي او ای ډیوه ته وویل نن د اختر دوي په ویر کې تیروي، هغه وویل لکه د نور کله په شان نن د اختر په ورځ هم ادارو دوي ته د لاشونو تحفې ورکړي، هغه وویل:

“نن په ډېره غازي خان کې د پینځه په زوره د بې درکو کړی شوو بلوڅانو مړي موندل شوي”

نن د سازمان مشرانو په کوټه کې د لاریون ورستو د کوټه پرېس مخې ته مظاهره وکړه

دسازمان مشرانو غوښتنه وکړه چې که په زوره بې درکه کړل شوي کسان په څه غیرقانوي چارو کې ککړ وي نو عدلتونو ته دې وړاندې کړی شي.

د تحریک انصاف یو ایتلافي ګوند بي این پي چې وس د حکومت نه جدا شوې واي دوي د 1500 په زوره د بې درکو کسانو یو فهرست حکومت ته وړاندې کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند په واک کې د راتلو په وخت ددغو بې درکو کسانو د مسلې د حل کولو لوظ کړی ؤ، خو وس د حکومت مخالفین واي حکومت په دغه لوظ ځان غلی کړی دی.

د میسینګ پرسنز سازمان په زوره د بې درکو کړی شوو کسانو شمیر په زرګونو کې ښاي.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د څو کلنو راهسې داسې تحریکونه روان دي چې د پاکستان نه بیلتون غواړي. ددغو تحریکونو مشرانو وخت په وخت د پاکستان په پوځ د ظلم او جبر کولو تورونه پورې کړي دي.

د پاکستان مشران واي په هیواد کې د سیاسي تحریکونو مخه نه نیسي خو داسې خلق چې د دښمن په لمسه د هیواد په ادارو حملې کوي د هغوي کارونه د زغملو وړ نه دي.

د پاکستان پوځي چارواکو اکثر ويلي په بلوچستان کې ځیني داسې تنظیمونه متحرک دي چې د هند په لمسه اړی ګړی جوړوي.

پوځ ددغه تورونو نه هم انکار کوي چې دوي په زرګونو کسان په زوره بې درکه کړي دي.

د بلوچستان حکومت په ورستیو کې د بې درکو کسانو د پلټنو لپاره یو کمیشن هم جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG