لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان صوبه کې د اخبارونو ویشونکي د گواښونو سره مخ دي


د پاکستان په نا رامه صوبه بلوچستان کې مطبوعاتو ته د ياغي وسله والو ډلو د دړکو وروسته نن د کوټه ښار په ځينو برخو کې ورځپاڼې ويشل شوي. خو په هغو سيمو کې چېرې چې بلوڅان ميشت دي هلته د اخبارونو خرڅول او ويشل په څلورمه ورځ هم ندې ليدل شوې.

د حکومت وينا ده، تيره ورځ دوي د خبري ادارو، د ورځپاڼو د چاپولو او تقسيم مرکزونو سره خبرې کړیدي او دوي ته يي د پوره تحفظ باور ورکړې دې.

بلخوا د تشدد په بيلا بيلو پيښو کې خبري ادارې او د دغه صنعت سره تړلي کارکونکی په هدف کړې شويدی. په صوبه کې پولیس چارواکو ويلي، د بلوچستان په تربت سیمه کې نامعلومه وسله والو د يوې خبري ادارې په دفتر لاسي بم ويشتی چې پکې نيږدې ٥ تنه ژوبل شوي دي. د دغه پيښې مسؤليت بلوڅ ياغي ډلې بلوڅ لبريشن فرنټ منلې دی.

بيا د پوليسو په وېنا د اواران په سیمه کې يوه بله پيښه هم رامنځ ته شوې او وسله والو د ورځپاڼو وړونکي يو ګاډي باندې ډزې کړي، او ورځپاڼې يې سوځولي دي.

چارواکي وايي خبري ادارو ته د بيلتون خوښو ډلو لخوا دړکې ورکړل شوي دي او هغوی په دې خبره په هدف کوي چې د بيلتون خوښو خبرونه نه خپروي او يوازې د رياست په هکله يو اړخیز خبرونه ورکوي.

ځايي خبريالان وايي د تيرو څلورو ورځو راهیسې بلوچستان صوبه کې ورځپاڼې نه دي وېشل شوي او نه هاکران يا د ورځپاڼو خرڅوونکي تيار دي چې د ورځپاڼو خرڅ ته کښيني.

خبريالان وايي د بلوچستان په هغو سيمو کې خبري ادارې او خبريالان ډېر له دړکو سره مخ دي کومې چې د بلوڅانو ګڼ مېشته سيمې دي چه مکران، تربت، گوادر، قلات، مستونگ او خاران پکې شامل دي. او خبريالان د سختې ويرې سره مخ دي.

پاکستان د وړاندې نه د خبريالانو د پاره خطرناک هيوادونو کې دې او دلته خبريالانو او خبري ادارو ته گڼ خطرونه موجود دې چه د دوي په وينا دا دړکې د رياستي او غيررياستي ادارو، خلکو او تندروه ترهګرو ډلو لخوا ورته ورکول کيږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG