په زرګونو کسانو د اتوار/یکشنبې په ورځ، د هند په زراعت برخه کې د وروستیو اصلاحاتو په خلاف، د برطانیې په سرښار لندن کې مظاهره وکړه او د ګاډو په مخ یې لارې وتړلې. د دغو اصلاحاتو په خلاف پخپله هند کې هم پراخې مظاهرې شوي دي.
په لندن کې د اتوار ورځې د مظاهرې په پایله کې پولیسو دیارلس (۱۳) تنه په دې الزام ګرفتاره کړل چې ګني د کروناوبا د مخنیوي ضوابط یې مات کړي و.
یوه لویه ډله مظاهره کوونکي د هند سفارت مخې ته راغونډ شول، کوم چې د لندن ښار په منځ کې پروت دی او یوه بله ډله احتجاج کوونکي بیا د ټرافالګار میدان خوا ته ولاړل.
په هند کې حکومت درې نوي قوانین راایستلي چې د حکومت په وینا، غرض یې د مواد برابرولو زاړه طریقه کار ته له سره کتل او زارعینو ته د خپلو پیداوارو د خرڅلاو نوې لارې چارې برابرول دي. خو لسګونه زره کروندګرو د دغو قوانینو خلاف په هند کې احتجاج کړی دی.
زارعین یا کروندګر له دې یریږي چې په سپټمبر میاشت کې پاس شوی قانون به په آخره کې د هند په انتظام ولاړ بازارونه ړنګ کړي او حکومت به په ګرنټي شویو بیعو د غنمو له اخیستلو منعه کړي، او په دې صورت کې به کروندګر یوازې د خصوصي پېرودونکو (اخیستونکو) تابعداره پاته وي.
په برطانیه کې ګڼ شمېر هندوستانیان اوسیږي، او ډېر هغه برطانویان چې پلرونه او نیکونه یې د هندوستان دي، د هند خبرونه په سنجیده توګه اوري او څاري.
په برطانیې کې د دې کسانو مظاهره په داسې وخت کې وشوه چې هغه ملک هم د نړۍ د نورو برخو په څېر د کروناوبا نه متاثره شوی دی. د رائټرز یو خبریال ویلي چې په مظاهره کې ټولنیزې فاصلې په پام کې نه لیدل کیدې او کم شمېر کسانو ماسکونه تړلي و.
د لندن ښار پولیسو ویلي چې د همدې وجې یې دیارلس کسان ونیول خو د هغو د جملې نه یې څلور تنه د جرمانې په بدل کې خوشې کړي دي.