لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د امریکې پر نوې پاکستانۍ تګلاره هیلې او ناهیلۍ


په هند کې د پاکستان په اړه د امریکا وروستۍ تګلارې ته په محتاطه غبرګون کې سیاسي څېړونکي وایي، ممکنه نه ده چې اسلام اباد به په بیړنۍ توګه د ترهګرو پناه ځایونه له منځه یوسي، خو ځینې نور بیا د دې د امریکې د دې تګلارې عملي کېدو ته د انتظار په حالت کې دي

هند د واشنګټن پر کلک دریځ خپل غبرګون د دې هېواد د یوه مرکزي وزیر تر لنډ بیان وروسته غلی او محتاطه ساتلی، چې د نوي کال په لومړۍ ورځ یې د پاکستان په اړه د صدر ټرمپ د ټویټ په اړه خپور کړی وو. د هند یوه وزیر جتندرا سینګ ویلي وو:

"موږ په منطقي توګه دا ویلای شو، چې د ټرمپ ادارې پرېکړه د ترهګرۍ په اړه د هند د موقف څرګندونه کوي او دا چې پاکستان څومره په ترهګرۍ کې لاس لري"

د امریکې په نوې تګلاره کې پر پاکستان د ۱.۹ اربه ډالره پوځي مرسته ځنډول شوې او په دې توګه غواړي فشار ورباندې راوړي، چې په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو په ضد ګامونه پورته کړي.

په نوي ډیلي کې سیاسي څېړونکي وایي، هیله من نه دي چې اسلام اباد به په بیړنۍ توګه د هغو وسلوالو ډلو پناه ځایونه ختم کړي، چې په کشمیر کې فعاله دي، خصوصاً د حزب المجاهدین ډله.

د واشنګټن وروستی خبرداری په هند کې ستایل شوی، چې وایي امریکه به پر پاکستان فشار لا زیات کړي، که په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو په ضد فیصله کن اقدام ونه کړي، ځکه هند هم له اوږدې مودې شکایت کوي، چې په پاکستان کې پټ وسلوال تنظیمونه پکې د ترهګرۍ حملې کوي

په نوي ډیلي کې د ویوکانانده نړیوال فاونډېشن په نامه د یوه فکري مرکز یا تینک ټېنک مشر اروند ګوپته بیا وایي، وخت به څرګنده کړي چې د پاکستان په اړه د امریکې وروستي اقدامات تر کومه حده عملي کېږي:

"دا به ډېر ژر وي چې ووایو هغه [ولسمشر ټرمپ] به څه وکړي، خو دا تناظر نوی او تازه دی"

خو له دې سره- سره په هند کې ډېر خلک فکر کوي، د واشنګټن بنیادي مقصد به دا باوري کول وي، چې اسلام اباد په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو خصوصاً حقاني ډلې او أفغان طالبانو په ضد ګامونه پورته کړي، ځکه د امریکې لومړی هدف په أفغانستان کې امن او ارامي راوستل دي

خو د هند ډېر خلک دا شک هم کوي، چې واشنګټن به تر کومه حده پر اسلام اباد د سختو ګامونو اخیستلو په وسیله فشار اچوي، ځکه چې وایي امریکه جنګ ځپلي افغانستان ته د لارې موندلو په خاطر پر پاکستان تکیه کوي

سیاسي څېړونکي وایي، نوی ډیلي د "انتظار او څار" په حالت کې دی او ګوري چې د امریکې نوې تګلاره په راتلونکو میاشتو کې څه ډول را څرګندېږي

په نوي ډیلي کې د دفاعي مطالعاتو او څېړنې په مرکز کې د جنوبي اېشیا د چارو کارپوه سک دیو موني پوښتنه کوي "آیا امریکه به بل ګام هم اخلي؟ لومړی او دویم دا چې، آیا هغه [امریکه] به د هند په اړه هم فکر وکړي او ورباندې تم به شي؟"

په واشنګټن کې دا حساسیت ورځ په ورځ زیاتېږی، چې هند د امریکې د نیژدې سټرېټیجک په توګه د ترهګرۍ په اړه اندېښنې لري. امریکې په تېر اګست میاشت کې د حزب المجاهدین په نوم وسلواله ډله د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامله کړه او د دې ډلې مشر سید صلاح الدین یې د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ. حزب المجاهدین په هغو ډلو کې د مخ په کتار کې ده، چې په کشمیر کې جنګېږي

د پاکستان په اړه د امریکې وروستۍ تګلاره، چې دې هېواد د ترهګرۍ په اړه د هند اندېښنې په پام کې نیولې دي. په هند کې د امریکې سفیر کینیت جسټر د پنجشنبې په ورځ وویل، واشنګټن دا خبره سپینه کړې چې "د پولې پورې خوا ته ترهګري او د ترهګرو پناه ځایونه" به ونه زغمي.

خو پوښتنه دا ده چې امریکې پر پاکستان د پوځي مرستو د ځنډولو په وخت ولې د هغو ترهګرو ډلو نومونه وانه خیستل، چې د هند په ضد په کشمیر کې فعاله دي، د امریکې سفیر ښاغلی جسټر وایي "پاکستان د افغانستان د حالاتو له کبله ډېر ارزښتمن دی او د پاکستان له همکارۍ پرته به امن امکان ونه لري"

په هند کې دا اندېښنې هم شته چې پر پاکستان د امریکې زیاتېدونکي فشارونه کولای شي، چې اسلام اباد چین ته نیژدې کړي او د بېجنګ ګامونه په جنوب اېشیايي سیمه کې لا پسې و غزېږي، چې نوی ډیلی یې نه غواړي.

تر اوسه لا په هند کې له زیاتېدونکو ناهیلیو سره- سره د امریکې نوې تګلاره د هیلو یوه رڼا ګڼل کېږي، چې د ترهګرۍ په ضد د جګړې پر سر یې له اسلام اباد سره ټاکلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG