لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له اماراتو وروسته، اوس بحرین هم له اسرائیل سره د تعلقاتو د ښه کولو تړون کوي


د اسرائیل د قامي سلامتیا سلاکار مییر بېن شبت او د امریکا د خزانې وزیر سټیو منوشن د بحرین د سرښار منامې ائیرپورټ ته د رسېدو پر مهال
د اسرائیل د قامي سلامتیا سلاکار مییر بېن شبت او د امریکا د خزانې وزیر سټیو منوشن د بحرین د سرښار منامې ائیرپورټ ته د رسېدو پر مهال

د اسرائیل یو هیئت چې د امریکا د خزانې وزیر هم ورسره مل دی، د اتوار/یکشنبې په ورځ بحرین ته ولاړ چې د اسرائیل او بحرین ترمنځ نوي راپیدا شوي علایق رسمي کړي او په خلیج کې د هغو همکاریو لمن پراخه کړي کوم چې امریکا د ایران خلاف هغه پیاوړي کول غواړي.

پس له هغه چې متحده عربي اماراتو د امریکا په منځګړيتوب له اسرائیل سره خپل علایق عادي وګرځول، بحرین هم تېره میاشت همدا لاره ونیوله او په دې سره یې فلسطینیان چې غواړي د داسې علایقو د ټينګېدو نه وړاندې باید یو فلسطیني دولت جوړ شي، هک حیران کړل.

په داسې حال کې چې په څو هفتو کې به په امریکا کې صدارتي انتخابات ترسره کیږي، د اسرائیل او ځینو عربي ملکونو ترمنځ د صدر ټرمپ تر څارنې لاندې د علایقو جوړېدل، د امریکا د خارجي پالیسۍ یوه کامیابي ګڼل کیږي. د امریکا د اتحادیانو دپاره دا یوه موقع ده چې په ډاګه د ایران خلاف لاسونه سره یو کړي.

د اسرائیل هیئت، چې د امریکا د خزانې وزیر سټیو منوشن هم ورسره مل دی، په یو اسرائیلي جهاز کې د بحرین سرښار منامه ته ورسېدل. د سټیو منوشن دفتر وویل، منامه ته تللي دغه چارواکي غواړي چې د اسرائیل، بحرین، او متحده عربي اماراتو ترمنځ "پراخې اقتصادي همکارۍ" رامنځ ته کړي.

د تل آبیب په ائیرپورټ کې د امریکا د خزانې وزیر سټیو منوشن سره یوې دستوره کې، د شرق اوسط دپاره د امریکا استازي آوي بېرکووېتز وویل چې اسرائیل او بحرین به یو مشترک بیان دستخط کړي چې هدف به یې "د سيلگرۍ او بېنک دارۍ او سفارتي تعلقاتو پرمختګ" وي.

په هغې دستورې کې د اسرائیل د هیئت مشر او د هغه هېواد د قامي سلامتیا سلاکار ميير بېن شبت وویل چې له بحرین سره به د دوی خبرې د مالیې او هوابازۍ په سکټورونو هم ترکیز ولري.

د تعلقاتو رسمي بهتري

د ستمبر په پنځلسمه، اسرائیل او بحرین د وایټ هاوس په یوه دستوره کې "د سولې، همکارۍ، او د سازنده سفارتي او دوستانه تعلقاتو اعلامیه" لاسلیک کړله، خو هغه سند کومه رسمي لوظنامه نه وه.

د بحرین او اسرائیل د بهرنیو چارو وزیرانو، په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ په موجودګۍ کې د سولې اعلامیه دستخط کړله
د بحرین او اسرائیل د بهرنیو چارو وزیرانو، په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ په موجودګۍ کې د سولې اعلامیه دستخط کړله

اوس چې بحرین ته د اسرائیل کوم هیئت په سفر تللی دی، نو د هغه هیئت یو غړي ویلي چې په منامه کې د مشترک بیان دستخطېدل به د دوو ملکونو ترمنځ تعلقات، په رسمي توګه بهتره کړي.

تېره میاشت چې بحرین له اسرائیل سره په وایټ هاوس کې کومه اعلامیه لاسلیک کړې وه، نو بحرینیان یې په بحرین او په بهر کې په غوسه کړل. بحرین داسې یو ملک دی چې اکثریت آبادي یې شیعه ګان دي خو اقلیت سني مذهبه ډله ورباندې حکومت کوي. د بحرین حکومت ویلي چې د اسرائیل سره یې د تعلقاتو جوړېدل، د ایران خلاف د بحرین د ګټو ساتنه کوي.

امریکا له سعودي عرب نه هم غواړي چې د اسرائیل سره دې تعلقات جوړ کړي، مګر سعودي عرب تر اوسه دا کار ندی کړی. د دې باوجود، اسرائیلي جهاز چې د اتوار/یکشنبې په ورځ یې هیئت بحرین ته ورساوه، د سعودي عرب د خاورې په سر تېر شو او سعودي عرب د تېرېدو اجازت ورکړ.

د یو بل خبر له مخې، د امریکا د خزانې وزیر سټیو منوشن او نور امریکایي چارواکي به د ګل/دوشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته ځي، او د نهې/سې شنبې په ورځ به له هغه ځایه د متحده عربي اماراتو له ړومبي هیئت سره اسرائیل ته ولاړ شي. د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د وروستیو تعلقاتو د جوړېدو وروسته، دا اسرائیل ته د اماراتو د رسمي هیئت اولنی سفر ګڼل کیږي.

که څه هم بحرین د متحده عربي اماراتو په نسبت د تېلو کمې زېرمې لري، مګر د امریکا د سمندري قواوو د پنځم فلیټ کوربه دی او د جیوسټراټیجیک له اړخه یې اهمیت زیات دی.

د ستمبر په ۱۳مه د اسرائیل استخباراتو یو رپوټ خپور کړ او هغه کې یې ویلي و چې بحرین ته "د ایران او د ایران د ګوډاګیانو لخوا د شیعه ګانو د سیاسي بغاوت" خطره شته نو له دې مخې کیدای شي د بحرین سره دفاعي همکاري وشي.

په رپوټ کې دا هم راغلي و چې اسرائیل کولای شي د بحرین سره د قابل تجدید انرجۍ، خوراکي موادو، او د بېنک دارۍ او مالي ټېکنولوجۍ په برخو کې مرسته وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG