لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې پر ضد د لاریونونو پر وخت اسرایلو په غزه هوايي بریدونه کړي


Israeli Airstrikes Hit Gaza as Muslim World Protests Continue Against Trump's Jerusalem Decision

اسرایلي جنګي الوتکو په غزه کې د حماس په پوځي مرکز باندې د هغه توغندي په ځواب کې بریدونه کړي چې وايي حماس په اسرایلو باندې توغولی.

حماس ویلي، پدغو هوايي بریدونو کې یې دوه جنګیالي وژل شویدي او د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ژوبل شویدي.

دا بریدونه وروسته له هاغې وشول چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه وپېژانده چې په راتلونکې کې به ورته له تل ابیب څخه د امریکا سفارت هم ولېږدول شي.

د ټرمپ ددې پرېکړې پرضد په فلسطین او د اسلامۍ نړۍ په اکثرو هېوادونو کې قهرجن لاریونونه ترسره شول چې پکې د امریکا پرضد شعارونه ورکړل شول.

د فلسطین په لاریونونو کې د محمود المصري په نامه یو ۳۰ کلن ځوان هم د اسرایلي سرتیرو لخوا ویشتل شوی دی.

اسرایلي پوځ دا خبره تایید کړیده چې د غزې په خان یونس نومې سیمه کې یې دوه هغه کسان ویشتي دي چې د لاریونونو پرمهال یې تاوتریخوالی کاوه.

همدارنګه یو ټپي فلسطینی لاریون کونکی هم له سیمې څخه ویستل شویدی.

ورته لاریونونه د جمعې په ورځ په افغانستان، پاکستان، عراق، اردن، سوریې، لیبنان، مالیزیا، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم تر سره شویدي.

د عربي نړۍ (عرب لیګ) هېوادونه به د شنبې یا خالي په ورځ سره کښيني تر څو ددغې مسلې په اړه خپل ګډ دریځ اعلان کړي.

د اسرایلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پېژندلو په مسله کې د جمعې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا یو شمېر پخوانیو متحدینو هم امریکا ته شا واړوله.

د سویډن سفیر اولوف سکوج د امنیت شورا ته وویل چې دا پرېکړه له نړیوالو قوانینو او د امنیت د شورا له اصولو سره په ټکر کې ده او د قدس مسله تر ټولو وروستۍ مسله ده چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو له لیارې حل شي.

د قدس په اړه د ټرمپ د پریکړې په غبرګون کې د ډیسمبر په اتمه نېټه په لندن کې هم د امریکا سفارت مخې ته لاریونونه وشول.

برتانوي سفیر ماتیو ریکرافټ وویل، بیت المقدس باید د اسرایلو او فلسطینیانو د یوې ګډې پلازمینې په توګه د دواړو ترمنځ د خبرو اترو له لیارې منل شوی وای.

د امنیت شورا د ټرمپ د ادارې په دغې پرېکړې باندې نیوکې وکړې چې په خطرناکو پایلو یې غور نه دی شوی او دا د سولې بهیر ته ډیر زیان رسوي.

د امنیت شورا دا اندېښنه هم څرګنده کړېده چې له دې سره به په سیمه کې پرتې توند لارې ډلې د سیمې د لا بې ثباتۍ لپاره هم کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په پیکنګ کې وویل، د بیت المقدس مسله باید د خبرو اترو له لیارې حل شي او د فلسطین د مسلې د حل په برخه کې د دوه جلا خپلواکو دولتونو وړاندیز غوره لاره ګڼل کېدای شي.

فلسطیني چارواکو ویلي دي چې د ټرمپ له دغې پرېکړې سره د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې اوس امریکا ته د یوه رښتیني منځګړي خطاب نشي کیدای.

په استانبول کې هم په زرګونو کسانو د ډیسمبر په اتمه نېټه د قدس په اړه د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې پرضد لاریونونه وکړل.

لاریون کونکو له ځانه سره د فلسطین او د ترکیې بیرغونه لېږدول.

له امریکا وروسته تر اوسه یوه هېواد هم دا نه دي ویلي چې خپل سفارت به له تل ابیب څخه بیت المقدس ته لېږدوي.

ټرمپ د چهارشنبې یا شورو په ورځ ویلي و چې د بهرنیو چارو وزارت ته یې لارښونه کړېده چې په بیت المقدس کې دې د امریکا د سفارت جوړولو په اړه ژر تر ژره پلان او نقشې جوړې کړي.

که څه هم سپینه ماڼۍ وايي چې په عملي توګه به بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال ښايي کلونه وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG