لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مطبوعات: د کراچۍ په هواي میدان چارواکو یو ترهگر نیولی دی


د پاکستان د کراچۍ ښار په هوايي ډگر چارواکو د ملیشیا یو شهري د وسلې سره د ترهگرۍ په تور کې نيولی دی.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان د ایرپورټ د امنيتي چارواکو له خلې لیکي چې دوي د ناقانونه تره گرې ډلې سره د تړاو په تور کې د ملیشیا خیرال محمد نومې تن د جناح انټرنیشنل هوايي ډگر څخه نیولی دې.

اخبار لیکي د خیرال محمد عمر شل کاله دی. ویلی کیږي دا تن یوه اونۍ وړاندې کراچۍ ته ورغلی ؤ او بیا وروستو پېښور ته لاړو دغلته هغه څلور تماچې، اته جارجرې او کارتوس واخستل.

خیرال محمد دا سامان په مایکرو ویوو او بوټانو کې پټ کړې ؤ. کله چې دی جهاز ته ختلو نو سکینرو (دلټون مشينانو) د ده په سامان کې دا شیان په نښه کړل.

اخبار د هوايي میدان د امنيتي ادراې ای ایس ایف په حواله لیکي دا تن ېې استخباراتي چارواکو ته سپارلی دی. ځکه چې د دويي شک دی چې کراچۍ او پېښور کې به د ده ملگری موجود وي.

چارواکو دا نه ده ښودلې چې د دغه تن تعلق د کومې تره گرې ډلې سره دې.

امریکا او هند تور لگوي چې پاکستان کې پناه اخستونکي تره گر نړیوال هدفونه لري او دا چې په هیواد کې دغخ تره گرو ته مرسته رسي.

دواړه ملکونه غواړي چې پاکستان د هغو ترهگرو او تندروه ډلو په خلاف هم گامونه پورته کړي کوم چې د سیمې او نړۍ د امن لپاره خطره ده.

پاکستان واېي دوي په هیواد کې د تره گرو او تندروو په خلاف کوټلي گامونه پورته کړي دي او دا چې خپله خاوره به چا ته د هیڅ یو بل ملک په خلاف د استعمال اجازت ورنکړي. .

XS
SM
MD
LG