لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مصطفی ادیب به د لبنان نوی وزیراعظم وي – هغه څوک دی او ولې ټول ورباندې سلا شوي؟


تمه ده چې په جرمني کې د لبنان سفیر مصطفی ادیب به د ګل/دوشنبې په ورځ د لبنان د وزیراعظم په توګه وټاکل شي. هغه د یو نوي حکومت د جوړېدو دپاره د لبنان د لویو ګوندونو ملاتړ ګټلی او واک ته د رسېدو نه پس به د ملک ویجاړوونکی مالي بحران او د بیروت د څو هفتو مخکې چاودنې له پایلو سره مقابله کوي.

ادیب په داسې حال کې د لبنان نوی وزیراعظم ټاکل کیږي چې د فرانس صدر اېمانویل مکرون به ډېر ژر لبنان ته بیاځلي سفر وکړي او د نړېوالو په استازیتوب به هغه هېواد سیاستمداران وهڅوي چې د لبنان د بحران ختمولو دپاره کوششونه وکړي. لبنان اوس مهال له داسې یو بحران سره مخامخ دي چې د ۱۹۹۰-۱۹۷۵ کلونو د کورنۍ جګړې نه پس بیا داسې خراب بحران هغه هېواد ته نه و راغلی.

د لبنان وروستی حکومت چې مشري یې د حسن دیاب په غاړه وه، د اګسټ په ۱۰مه پس له هغه مستعفي شو چې په سرښار بیروت کې د کیمیایي موادو غیرمحفوظه انبار له اوراخیستو وروسته وچاودېد او ډېره پراخه خرابي یې واړوله.

د لبنان په فرقه یی تقسیم ولاړ سیسټم کې داسې ده چې د وزیراعظم څوکۍ باید یو سني مذهبه مسلمان ته ورکړی شي. د مصطفی ادیب کاندیدېدو نه د اتوار/یکشنبې په ورځ پخوانیو وزیراعظمانو، لکه د ستر سني مذهبه (آینده تحریک) ګوند مشر سعد الحریري، هم ملاتړ وښود چې دا ملاتړ، ډېر پياوړی ګڼل کیږي.

د ګل/دوشنبې په ورځ به د لبنان صدر میشل عون چې عیسایي دی، د نوي وزیراعظم د ټاکل کېدو دپاره له پارلماني ډلو سره رسمي مشورو ته کیني. د لبنان د قانون له مخې، هغه ته لازمه ده هغه کاندید د وزیراعظم څوکۍ ته وټاکي کوم چې په پارلمان کې ډېر پراخ ملاتړ ولري.

بل اړخ ته د لبنان یو شیعه سیاستوال د دې خبرې پخلی کړی دی چې د هغه هېواد ستر شیعه مذهبه ګوندونه – د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله او د پارلمان د مشر تحریک عمل ګوند – به هم مصطفی ادیب ته رایه ورکړي. همدا شان ذرائعو رایټرز خبري ادارې ته ویلي چې د لبنان د عیسایانو آزاد وطنپرسته ګوند هم په مصطفی ادیب سلا شوی دی.

مصطفی ادیب په قانون او سیاست کې پي اېچ ډي کړې ده او مخکې تر دې چې په جرمني کې سفیر شي، د لبنان د یو پخواني وزیراعظم نجیب میقاطي سلاکار هم پاته شوی و. هغه د ۲۰۱۳ کال راهیسي په جرمني کې د لبنان سفیر پاته شوی دی.

پس له دې چې مصطفی ادیب د لبنان وزیراعظم وټاکل شي، د یو نوي حکومت په جوړولو به پیل وکړي، او تر څو چې نوې کابینه جوړیږي، د حسن دیاب د حکومت مستعفي وزیران به د نګران وزیرانو په حیثیت کې کارونه پر مخ وړي.

د لبنان د کورنیو جګړو نه پس چې اوس په هغه هېواد کې کوم مالي بحران رامخې ته شوی، د هغه ملک د استحکام دپاره تر ټولو لوی ګواښ ګڼل کیږي. د لبنان کرنسۍ د اکټوبر میاشتې راهیسي خپل ارزښت ۸۰ فیصده بایللی او د خلکو پیسې هم په بنکونو کې بندې پاته دي. پر دې سربېره، غریبي او بې روزګاري هم لبنان کې بیخي زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG