لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ځانګړی نړېوال عدالت د لبنان د پخواني وزیراعظم د وژنې په قضیه کې خپله فیصله اعلانوي


ځانګړی نړېوال عدالت نن د نهې یا سې شنبې په ورځ د حزب الله ډلې د هغو څلورو غړو په اړه خپله فیصله اعلانوي کوم چې د لبنان د پخواني وزیراعظم رفیق الحریري په وژنه تورن شوي و.

د لبنان پخوانی وزیراعظم رفیق الحریري او ورسره یوویشت تنه نور عام کسان چې د حملې په ځای کې موجود و، په کال ۲۰۰۵ کې په یوه بمي حمله کې ووژل شول.

په هېګ کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د نړېوال ځانګړي عدالت یو قاضي د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، قاضیان دې نتیجې ته رسېدلي چې که څه هم دا امکان شته چې شام او حزب الله د لبنان د پخواني وزیراعظم رفیق حریري د له منځه وړلو هیله درلودلي وي، مګر هېڅ داسې شواهد نشته چې څرګند کړي د شام حکومت او یا د حزب الله ډلې مشرتابه دې د رفیق حریري په وژلو کې لاس لرلي وي.

با وجود د دې، ټاکل شوې چې د هېګ د یو ځانګړي نړېوال عدالت قاضیان د هغو څلورو کسانو په اړه خپل حکم اعلان کړي کوم چې د رفیق حریري او یوویشت تنو نورو کسانو په وژنې ملزم ګڼل شوي دي.

د رفیق حریري د وژنې په قضیه کې د حزب الله ډلې غړي څلور واړه ملزم کسان، سليم جميل عياش، حسن حبيب مرعي، حسين حسن عنيسي، او أسد حسن صبرا، تر اوسه پټ پاته دي او عدالت ته حاضر شوي ندي، خو وکیلانو د دوی په دفاع کې عدالت ته دلیلونه وړاندې کول.

که چېرته دوی په دې قضیه کې مجرم وګڼل شي، نو د عمر قید سزا سره به مخ شي چې د دوی د پټ پاته کېدو له وجهې ممکن دا سزا هم ونه ګوري.

د رفیق حریري د وژنې پېښه پنځلس کاله مخکې شوې وه چې په هغه کې د بیروت ښار په یوه سیمه کې، د رفیق حریري په ګاډي بم وچاودېد او هغه یې وواژه.

د پېښې نه دوه کاله وروسته، په کال ۲۰۰۷ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د لبنان د حکومت او د ملګرو ملتونو په غوښتنه دا فیصله وکړه چې د رفیق حریري د وژنې د قضیې څېړلو ته دې یو ځانګړی عدالت جوړ کړی شي.

د دې ځانګړي عدالت لخوا د قضیې په څېړنه کې ۲۹۷ ګواهان او ۳۰۰۰ شواهد پیش کړی شول. قاضیان وایي په دې کې هېڅ شک نشته چې هغه بمي چاودنه، د یو ځانمرګي کس لخوا شوې وه، خو دا یې پیدا نشو کولی چې هغه ځانمرګی بریدګر څوک و؟

د وژل شوي رفیق حریري زوی، سعد حریري هم د عدالت د فیصلې اورېدو ته ورغلی دی
د وژل شوي رفیق حریري زوی، سعد حریري هم د عدالت د فیصلې اورېدو ته ورغلی دی

د رفیق حریري زوی، سعد حریري چې پخپله هم پخوا د لبنان وزیراعظم پاته شوی دی، د ګل یا دوشبنې په ورځ هېګ ته ولاړ چې د عدالت فیصله له نږدې واوري.

د هغه دفتر ویلي چې سعد حریري به د عدالت د پرېکړې له اعلان وروسته خپل بیان ورکړي.

نړېوال ځانګړی عدالت په داسې حال کې د رفیق حریري د وژنې په کېس کې خپله فیصله اوروي چې په لبنان کې حالات نازک دي.

په هغه هېواد کې له تېر یو کال راهیسي حکومت ضد مظاهرې روانې دي، مالي بحران پېښ شوی، او کروناوایرس هم ځپلی دی. په دې ټولو سربېره، دوه هفتې مخکې د لبنان سرښار بېروت یوې سختې چاودنې ولړزاوه. په هغې چاودنې کې له ۱۵۰ زیات کسان مړه او په زرګونه نور زخمیان شول.

یادې چاودنې لبنان ته ډېر دروند مالي زیان هم واړوه. د قهرجنو مظاهرو په نتیجه کې د لبنان کابینې استعفا وکړه. په واشنګټن کې د مېډل ایسټ (منځني ختیځ) د انسټیټوټ یوه څېړونکی رانډا سلېم وایي اوس هم دا پیشبیني نشي کېدی چې د لبنان عام ولس به د ځانګړي عدالت فیصلې ته څنګه غبرګون وښیي.

حزب الله ډله د ایران له ملاتړه برخمنه ده، او د ځینو څېړونکو په وینا، د لبنان ډېر خلک د روانو حالاتو په اړه حزب الله ‌‌ذمه وار ګڼي. که عدالت د حزب الله کسان د رفیق حریري په وژنه کې ذمه وار وګڼي، نو ممکن د حزب الله په وړاندې د خلکو قهر او غوسه لا پسې زیاته شي.

XS
SM
MD
LG