لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېرس وروستۍ حمله: په پاکستان کې تندلاري ولې د مذهب په نوم د تشدد ملاتړي دي؟


واشنګټن ــــ د فرانس په پایتخت پېرس کې د ستمبر پر پینځویشتمه چارلي هېبډو طنزیه مجلې پخواني دفتر ته څېرمه پر دوو کسانو د برید کوونکي پاکستاني ځوان کورنۍ او ځیني تندرلاره ډلې د ویاړ ادعاوې کوي، خو ځیني کارپوهان داسې ډول غبرګونونه د پاکستاني ټولنې دپاره بدمرغي ګڼي.

د چارلي هېبدو د مجلې په دفتر باندې د وروستي بریدګر ظهیر حسن محمود کورنۍ له وزیراعظم عمران خانه غوښتي چې پاکستان ته د هغه په راوستلو کې دې مرسته وکړي.

دغه 25 کلن ځوان ظهیر حسن محمود نومېږي چې د پنجاب د منډي بهاوالدین ضلعې د کوټلي قاضي نومی ځای اوسېدونکی دی او درې کاله وړاندې له پاکستانه فرانس ته تللی وو. نوموړي تر دې برید وړاندې په یوه ویډیو کې د دې برید اراده څرګنده کړې وه.

د بریدګر دغه ویډیو په هماغه ورځ پر ټولنیزو رسنیو هم خپره شوې وه، خو رایټرز خبري ایجنسۍ د فرانس د رسنیو په حواله ویلي د پېرس پولیسو د هغه په موبایل کې هم موندلې او جایزه یې اخلي. دغه ځوان په دې ویډیو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي:

"که زه جذباتي کېږم نو د دې وجه درته وایم، دلته په فرانس کې د نبي پاک د ذات خاکې جوړې کړل شوې [بیا ژړغونی شي او وایي] زه نن پر 25م ستمبر د جمعې په ورځ د دې په خلاف مزاحمت کوم".

خو یو شمېر فعالان او بشرپاله ډلې بیا وایي چې د دین او مذهب په نوم تشدد کول باید ختم شي او ځوانانو ته په کار نده چې د جذباتو تر اثر لاندې د مذهب او دین په نامه د چا وینه توی کړي او په تشدد کولو سره نورو ته د دین په اړه ناوړه او نامناسبه پیغام ورکړي.

ظهیر حسن محمود دا مهال د فرانس پولیسو په ولکه کې دی او پر هغه یې د ترهګرۍ په تور مقدمه درج کړې ده.

په 2015م کال کې "اسلامپالو وسلوالو" د چارلي هېبډو مجلې پر دفتر برید کړی وو او 12 تنه یې وژلي وو، چې په تړاو یې د څورلس کسانو په ضد دا مهال د ترهګرۍ مقدمې روانې دي.

د حملې نه وړاندې چارلي هېبډو د پېغمبر اسلام خاکې خپرې کړې وې چې په یو شمېر مسلمانانو ملکونو کې یې مظاهرې راپارولې وې. د چارلي هېبډو په دفتر د حملې په لړ کې د نیول شویو کسانو مقدمې د شروع کېدو نه وړاندې مجلې هغه پخوانۍ خاکې بیا خپرې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري په یوه بیان کې ویلي چې دا موضوع څېړي او په دې اړه په پېرس کې د پاکستان له سفارته نورو معلوماتو ته په تمه دي.

هلته په پنجاب کې بیا د دې ځوان کورنۍ نه یواځې دا چې په پېرس کې د ظهیر حسن محمود پر دې عمل او د پولیسو له خوا د هغه پر نیول کېدو خفه نه ده بلکې وایي ورباندې ویاړي او خلک یې مبارکۍ ته ورځي. د هغه پلار ارشد محمود رسنیو ته ویلي:

"ډېر مې زړه خوشاله دی، پینځه زامن مې دي ټول مې د حضور [نبي] تر شان قربان دي، خپله وینه مې هم ترې قربان ده".

د بشري حقونو فعال او د مذهب له سپکاوي د سپریم کورټ له خوا د ازادې شوې عیسایي مېرمنې آسیه بي بي وکیل سیف الملک دا د پاکستاني ټولنې بدمرغې ګڼي، چې وایي سخت دریځه عناصر او ځینې ډلې هم د خپلو شخصي ګټو په خاطر د چندې را غونډولو لپاره له داسې خلکو اتلان جوړوي چې د مذهب په سپکاوي تورن کسان وژني:

"دا هیڅ د اسلام یا د پاکستان یا د مسلمانانو خدمت نه دی او نه یې په ګټه ده چې د مذهب په سپکاوي د تورنو کسانو په وژنه تورن کسان دې وستایل شي، دا کار د پاکستان د قانون او آیین سرغړونه ده".

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب په سپکاوي د تورنو کسانو په وژنو کې لاس لرونکو کسانو ته درناوی ورکول کېږي او ستایل کېږي. د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر په وژنه تورن ممتاز قادري- چې د سپریم کورټ په امر پانسۍ کړل شو- ته به هم د هغه د مقدمې د اورېدنو په مهال د اسلام اباد او پینډۍ وکیلانو او توندروه ډلو درناوی ورکاوه.

په 2017م کال کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې پر مشال خان هم د مذهب د سپکاوي تور لګېدلی وو، چې عدالت بې ځایه تور ګڼلی وو. د هغه پر وژنه هم د ده قاتلینو خوشالي کړې وه او د هغه وژل یې کارنامه بللې وه.

په تېرو میاشتو کې په پېښور هایکورټ کې هم د طاهر نسیم په نوم پاکستاني نسله امریکایي تن د مذهب د سپکاوي په تور د خالد خان په نوم د یو ځوان له خوا وژل شوی وو، چې پر ټولنیزو رسنیو یې د دې کار پراخه ستاینه شوې وه او ځینې وکیلان هم له هغه سره په مرسته تورن شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG