لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ناروغانو ته ويزې ورکول پېل کړي دي


په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ويلي د ناروغانو دپاره يې د ويزې ورکول پېل کړي دي، پاکستان دوه ورځې وړاندې په کابل کې په خپله سفارتخانه کې د ويزې څانګه تړلې وه.

دوه ورځې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ويلي ؤ د امنيت له امله يې د څلورم نومبر څخه د ويزې څانګې تړلې وه.

دغه ګام په داسې حال کې پورته کړی شوی ؤ چې د اتوار،يکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر تور لګولی ؤ په کابل کې د پاکستان د سفارتخانې افسران او عمله ځورول شوې ده.

د بهرنيو چارو دفتر ويلي ؤ د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارتخانې ناظم الامور بلل شوی او هغه ته په کابل کې د پاکستان د سفارتي عملې په امنيت د تحفظاتو څرګندونه شوې ده.

ويل شوي ؤ په کابل کې د پاکستان سفارتي عمله په سړګونو ځورول کيږي او ګاډي يې د موټر سايکلو د لارې په نخښه کولی شي.

له دغې يوه ورځ وروسته دګل، دوشنبې په ورځ کابل تور لګولی ؤ چې د پاکستان استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په اسلام اباد کې د کابل سفير عاطف مشعل غوښتی او ناوړه چلند يې ورسره کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي ؤ په اسلام اباد کې د ايي اېس ايي لخوا د افغان سفیر سره د ناوړه چلند له امله، کابل "خپل کلک اعتراض او اندیښنې" څرګندوي او د پاکستان دا کار د سفارتي اصولو خلاف ورزي ګڼي.

پاکستان د افغان حکومت دغه تور رد کړی چې د سفير سره يې په اسلام اباد کې ناوړه چلند شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر پرون ويلي پاکستان د بهر ملکي سفارتي اقدارو اصول په ځای ساتي.

پاکستان دا هم ويلي په کابل کې يې د سفارتي عملې په ځورولو افغان حکومت خبر کړی او ترې يې غوښتي چې د پاکستانۍ سفارتي عملې د خونديتوب يقيني کولو دپاره ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG