لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د وزيراعظم د ماڼۍ قيمتي ګاډي بغیر د اعلانه ليلام کيږي


د پاکستان د وزيراعظم ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان کړی د روانې میاشتې (ستمبر) په ۱۷م نېټه به حکومت د ماڼۍ قيمتي ګاډي ليلام کوي. خو د دغه ګاډو د لیلام کولو هیڅ اعلان نه دی شوی.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون د یو رپور ترمخه یو اعلا حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د وزیراعظم د ماڼۍ ۳۵ قیمتي ګاډو د لیلام هیڅ اعلان (اشتهار) نه دی شوی.

په عامه توګه د حکومتي ګاډو او سامانونو د لیلام وړاندې لومړی اعلان کیږي او بیا زیاته بېعه یا قیمت ورکونکي ته ورکړل کیږي.

تیره ورځ د وزیراعظم ماڼۍ لخوا اعلان شوي دغه ګاډو کې اته ګاډي (بي اېم ډبليو) دي، په دغو ګاډو کې درې ۲۰۱۴م ماډل او پينځه نور ۲۰۱۶م ماډل شامل دي.

د پاکستان نوي منتخب شوي وزيراعظم عمران خان په خپله لومړۍ وېنا کې ويلي ؤ، د وزيراعظم دپاره ۸۰ ګاډي دي چې پکې ۳۳ بلټ پروف ګاډي شامل دي او د يو بلټ پروف ګاډي قيمت د پينځه کروړه روپو نه سېوا دی.

هغه ويلي ؤ چې يو لور ته دا ملک غټ قرضداری دی او بل لور ته واکمن د باچاهانو په رنګ ژوند کوي.

په ټولنيزو رسنيو د ګاډو نيلام ته ځينو خلکو ښه عمل ويلي او ځينو بيا ويلي دا ګاډي به اوس خرڅ شي او بيا وروسته به د دې نه په زيات ګران قيمت اخيستل کيږي.

سلمان صوفي په ټويټر ليکلي،

"د قيمتي ګاډو په خرڅولو اهداف نه ترلاسه کيږي، حکومت به د بهرنيو شخصيتونو دپاره دا ګاډي وروسته په ګرانو نرخونو بیا اخلي".

عمران خان ويلي ؤ حکومت به يې سادګي خپلوي، خرڅې به کموي، هغه به په خپله د وزيراعظم په ماڼۍ کې نه اوسي، ځان سره به دوه ګاډي او نوکران ساتي، قيمتي ګاډي به خرڅوي او پېسې به یې د ملک په خزانه کې جمع کوي.

XS
SM
MD
LG