لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان داخله وزير منلي د طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د تېښتې خبر رښتیا دی


د پاکستان داخله وزير اعجاز شاه په رسمي ډول منلې ده چې د پاکستان د طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د پاکستان له قیده تښتیدلی دی.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې اخبار ډان په یو بیړني خبر کې ليکلي دي چې د ښاغلي اعجاز شاه نه په سر ښار اسلام اباد کې خبریالانو تپوس اوکړو چې د احسان الله احسان د تښتیدلو خبر رښتیا دی؟ نو هغه اوویل "دا خبر رښتیا دی"

د احسان الله احسان د پاکستان د قیده د تښتیدلو دعوې ورستو وړومبی ځل دی چې د هیواد داخله وزير اعجاز شاه په رسمي ډول ددغه خبر پخلی وکړلو.

ددې وړاندې پاکستاني مشرانو په تکرار سره ددغه خبر نه ناخبري څرگندوله.

د فرورۍ د میاشتې په وړومبۍ اونۍ کې په سوشل میډیا خپور شوي یو پېغام کې یو تن ځان د احسان الله احسان په نامه یا د کړی وو او په پېغام کې د تښتېدو د دعوې سره دا گواښ هم کړی وو چې ډیر زر به د پاکستاني پوځ او د هېواد د استخباراتي ادارو د منصوبو نه پرده لرې کړي. هغه وايي سږ کال د جنورۍ په 11 نېټه د پاکستان د ولکې نه په وتلو کې بریالی شوی دی.

د پاکستان په قامي اسمبلې کې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر او د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ، د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د پوځ له ولقې څخه د تښتېدو په پېښه، سوالونه راپورته کړي وو او ويلي یې وو چې په دې اړه د مرکزي حکومت سپیناوی وکړي

د پاکستان پوځ د 2017د اپرېل په میاشت کې دا خبره منلې وه چې احسان الله احسان د هېواد امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی او د دوی په ولکه کې دی.

احسان الله احسان په کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلېک سکول او په سوات کې په ملاله یوسفزۍ د طالبانو د حملو ذمه واري منلې وه. د پېښور په سکول په حمله کې د 144 نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره پکې ماشومان وو.

د پاکستان حکومت ویلي وو د پېښور په ارمي پبلک سکول د پاکستان "ناین الېون" پېښه بللې وه.

د پېښور په ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو مېندو او پلرونو د پېښور هايي کورټ ته خواست کړی و چې احسان الله احسان دې عدالت ته وړاندې او سزا کړی شي. خو داسې معلومات نشته دی چې پاکستاني چارواکو هغه کوم عدالت ته وړاندې کړی وي.

XS
SM
MD
LG