لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قامي اسمبلی لپاره په چوکېو کښې پښتونخوا او بلوچستان سره انصاف که درغلي؟


د تحريک انصاف او پيپلز ګوند لخوا د ۱۹۹۸م په سر شمېرنه باندې د راتلونکو ټاکنو غوښتنه، خېبر پښتونخوا او بلوچستان په قامي اسمبلی کښې له نهو چوکېو څخه بې برخه کوي.

په پالېمان کښې دواړه ګوندونه د کال ۲۰۱۷م د نوېو سرشمېرنې په اساس په قامي اسمبلۍ کښې په صوبايي کچه د چوکېو د بدلېدونکي شمېر مخالفت کوي، په قامي اسمبلیۍ کښې د مخالفه پيپلز ګوند مشر خورشید شاه وایې په نوې سرشمېرنه کښې د سیند صوبې د آبادۍ په اړه اندېښمن دی.

د پښتونخوا قامي ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپا‌ؤ ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي په نوې فارمولا کښې د پښتونخوا او بلوچستان صوبو چوکۍ زیاتېږي ځکه تحریک انصاف او پيپلز ګوند یې مخالفت کوي.

هغه ووېل پکار خو دا وو چې پنجاب صوبې قامي اسمبلیۍ کښې د خپلو نهو چوکېو په کمېدو چېغي او احتجاج کړی ؤ خو هغويي داسي ونکړل او د جمهوریت پالني ادعا لرونکي دوه ګوندونه یې د موافقې برسېره مخالفت کوي.

تېره اونۍ د پاکستان پارلېماني ګوندونو د قامي اسمبلی د مشر ایاز صادق په مشرتابه کې شوې یوه غونډه کښې پریکړه کړې وه چې د نوي سر شمېرني په ترڅ کې دې د پارلېمان د چوکېو شمېر هم۲۷۲ وساتل شي خو خېبر پښتونخوا، بلوچستان او د اسلام آباد چوکۍ دې زیاتي کړل شي.

شېرپا‌ؤ وایې پيپلز ګوند او تحريک انصاف د کال ۲۰۱۸م ټاکني د ځنډولو هڅه کوي خو مخالفت به ځای و نه نيسي.

له قبائلي سيمي څخه د قامي اسمبلۍ غړی حاجي شاه جي ګل آفرېدی وایې په اوسنۍ سرشمېرنه باندي تر ټولو لوی اعتراض د قبائلو دی چې ابادي یې له یونیم کروړو څخه یوازې پنځوس لکه ته را ښکته کړل شوې ده. دده په وېنا که پيپلز ګوند او تحریک انصاف یې مخالفت هم وکړي خو دغه قانون به په اکثريت سره له پارلېمانه منظور شي.

په خېبر پښتونخوا کښې د ټاکنو د کمېشن یو چارواکي ولي الرحمان ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وویل ددويي اداره د پارلېمان له امر ورسته د نوېو حلقه بندیو لپاره چمتو ده.

په نویو سرشمېرنه کښې د پنجاب ابادي د تېري سرشمېرني په پرتله کمه شوې ده خو خېبر پښتونخوا کښې نفوس د ۱۹۹۸ په مقابل کښې له ۱۷ مېلېنو څخه ۳۰ میلېنو ته رسېدلي او د بلوچستان نفوس له شپږو څخه دوولس میلېونو ته رسېدلي دي.

څېړونکي وايي که د دواړو صوبو د ابادۍ زیاتېدونکي شمېرې ته وکتل شي نو اوس هم د نفوسو پر سر د قامي اسمبلۍ چوکی په دغو صوبو کښې لږ دي.

ددې برسېره چې پنجاب ته زیاتې چوکۍ نه ورکول کېږي خو بېرته هم په نوې قانوني مسوده کښې د پنجاب غړي په قامي اسمبلۍ کښې تر نورو صوبو زیات دی.

د بېلګې په توګه خېبر پښتونخوا کښې په نوې سرشمېرنه کښې د نفوسو شمېر ۱۳ میلېونه ته زیات شوې خو زیاتې چوکۍ یوازي پنځه ورکول کېږي او ددې په مقابل کښې د پنجاب ملتان ښار کښې نږدې دوو میلېنو نفوسو باندي څلور چوکی ځانګړي کړل شوي دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کښې ټول ټال ۳۴۲ چوکۍ دي چې پکښې ۲۷۲ عمومي چوکۍ دي، قامي اسمبلۍ کې د چوکېو وېش څه دا ‌‌‌‌‌‌ډول دی، د پنجاب ۱۴۴، د سیند ٦۱، د خېبر پښتونخوا ۳۵، د بلوچستان ۱۴، د فاټا ۱۲، د ښځو ٦۰ او د لږکېو لپاره ۱۰ چوکی ځانګړي دي.

پدغه موضوع بشپړه بحث په لاندېني لینک اورېدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:51:18 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG