لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په نوو ٧ ضلعو کې څه قسمه انتخابي مشکلات دي؟


په خیبر پښتونخوا کې د نوې شامل کړی شوو د اووه ضلعو (پخوانۍ فاټا) انتخابي امید واران وايي په یاده سیمه کې د نور هېواد په پرتله مشکلات ډېر زیات دي.

ددې امیدوارانو تر مخه د یادې سیمې نه د زرګونو په شمېر کې بې کوره شوو ووټرانو په انتخابونو کې د ووټ اچولو لپاره د اسانتیاؤ نشتوالي، هلته د تندروه ډلو موجودګي او د ریاست پلوه کاندیدانو د ټګۍ برګۍ روانو هڅو د انتخابي سیالیو ممکنه پایلې (نتیجې) اغیزمن کړې دي.

د شمالي وزیرستان یو کاندید غلام وزیر وي او ای ډیوې ته ويلي دي:

" ددغه سیمې ډیرزیات کډوال په ډیره اسماعیل خان،لکي مروت او بنو کې پراته دي،اوس چې د افغانستان نه کوم کډوال راغلي د بنو کیمپ ته، مونږ د شمالي وزیرستان الیکشن کمیشنر ته خواست وکه چې دغه کډوال رجسټرکړي خپلو سیمو ته یې ولیږي"

د غلام وزیر تر مخه که چارواکي دا کډوال نه شي لیږلې نو په کېمپونو کې دې ورته انتظام وکړي:

"یا دې ورته دغلته د ووټ اچولو لپاره دانتخابي مرکزونو بندوبست اوکړي" هغه وویل چې د سيمې د انتخاباتو لپاره کار کونکي یو سرکاري افسر ډي آر او ورته ويلي دي چې دوه انتخابي مرکزونه به ورته ورکړي:

"خو هغه صرف تشې دخُلې خبرې وې او عملي شوي نه دي"

د سیمې د خلکو وینا ده دا وخت په کیمپونو کې د ١٢٠٠٠ څخه زیات کډوال دي خو یواځې ۲۲٠٠ پکې د ووټ لپاره درج شوي دي.

د بی کوره شوؤ وټرانو زیاته ستونزمنه مسله د پخوانۍ فاټا په ځینوسیمو کې د تندروه او په ترهګرۍ تورونو ډلو شتون دی. د دغو ډلو فعالیتونه د پخوانۍ فاټا نه اوس بهر لیدل کیږي. تازه مثال يي د خیبرپښتونخوه پخواني وزیراعلا او د جمیعت علما‌‌‌‌ء اسلام (ف) ډلې کاندید اکرم خان دراني باندې بمي حمله ده. یوې ترهګرې ډلې اتحادالمجاهدین د ښاغلي دراني په قافله د حملې پړه منلې وه. په حمله کې پينځه کسان وژل شوي وو.

د اتحادالمجاهدین په حقله ځائ خبریالان وایي په تیرو دریو میاشتو ک یې په شمالي وزیرستان کې د پوځ په موجودتیا کې فعالیتونه سیوا شوي دي. په شمالي وزیرستان کې د پوځې چېک پوستو له کبله د ځایي خلکو څو څو واره لټون کیږي. ځايي وولس وايي ددغه ډلې سره د وسلې موجودګي یو شمیر پوښتنې راپورته کوي.

دغسې ځیني ډلو ته د هېواد ادارو پخپله د امن لښکرو نومونه هم ورکړي دي. دغه ډلې د ځيني سیاسي مشرانو مرستې کوي یا خپله د دوي مشران د کاندید په توگه په انتخابونو کې برخه اخلي.

د خیبر ضلعې د حلقه ۴۳ نه کاندید شیرمحمدخان څخه چې کله پوښتنه وشوه ستاسو په حلقه کې بل کوم کاندید ته د کمپائن کولوهم اجازه نه ورکول کیږي، نو هغه په ځواب کې انکار وکړو. شېر محمد خان وویل:

"نه نه داسې نه ده دا خو زمونږ به نا اهلي وي چې که چا ته وایو کمپائن مه کوئ ، هر چا ته اجازه شته چې دلته راشي"

خو هغه بیا د ېوې بلې پوښتنې په ځواب کې واي چې د هغه په حلقه کې د بل چا گټه گرانه ده:

"زما څخه ځوانان دومره متاثره شوي دي چې سوچ هم نه کوم چې بل چاته رائ ورکړي"

د شمالي وزیرستان څخه کاندید غلام وزیر واي پخپله یې د یو کلي نه بل کلي ته د کمپائن سفر کولو چې د امنیت په بهانه عسکرو په لاره کې شپې ته هیسار کړو، غلام وزير تور لگوي چې دهغه په مقابل کې عسکر پلوه کاندیدانو ته د نيم پوځي ځواک د ایف سي د عسکرو دوه دوه ګاډي د حفاظت لپاره په قافله کې ګرځي.

Recommended

XS
SM
MD
LG