لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې د ويزې ورکول ودرولي دي


په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ويلي د امنيت له امله په سفارتخانه کې د ويزې څانګه (کونسلر سېکشن) نن د نومبر د څلورمې نېټې څخه د نامالومه وخته پورې تړي.

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې دغه خبر په خپله وېب پاڼه ورکړی دی.

ای اېف پي خبري ادارې په کابل کې د پاکستان د سفارتخانې د وياند له قوله ويلي په کابل کې د پاکستان سفارتخانه د ورځې په سر د ۱۵۰۰ ويزو په خواستونو کار کوي.

خبري ادارې د وياند له قوله ويلي په کابل کې به د ويزې څانګه تړلې وي خو په هرات، جلال اباد او مزار شريف کې به ويزې ورکول کيږي.

پرون د اتوار،يکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي ؤ چې په تېرو دوه ورځو کې په کابل کې د پاکستان د سفارتخانې افسران او عمله ځورول شوې ده.

د بهرنيو چارو دفتر ويلي د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارتخانې ناظم الامور بلل شوی او هغه ته په کابل کې د پاکستان د سفارتي عملې په امنيت د تحفظاتو څرګندونه شوې ده.

ويل شوي په کابل کې د پاکستان سفارتي عمله په سړګونو ځورول کيږي او ګاډي يې د موټر سايکلو د لارې په نخښه کولی شي.

د افغان ناظم الامور نه غوښتل شوي چې د سفارتي عملې د ځورولو د پېښې دې پلټنې وکړي او يقینې دې کړی شي چې په راتلونکې بيا دغه رنګ پېښه ونه شي.

د دې خبر خپرولو پورې د کابل د حکومت يا افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا د پاکستان دريځ ته په رسمي ډول غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG