لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 پاکستان د اي ایم ایف د مالي کردار د څارلو په حقله د امرېکې د خارجه وزير خبرداری رد کړو.


د پاکستان خارجه وزير عبدالله حسین هارون د امرېکې د باندینو چارو د سیکتر مایک پامپئیو بیان رد کړی دی. پامپئیو ويلي وو د اي ایم ایف پاکستان سره بیړنۍ مالي ورکړې به څاري. ښاغلي هارون د پاکستان په مالي ستونزو کې د اي ایم ایف د کردار د څارلو خبرداری رد کړی دی.

د پاکستان نگران خارجه وزیر عبدالله حسین هارون ویلي دي چې د نړیوالې مالیاتي ادارې یا (اي ایم ایف) مالي مرستې د چین پاکستان اقتصادي لارې (سي پیک) سره تړل بیخي غلطه خبره ده. هغه واي د چین سره د پاکستان په تعلقاتو کې د مداخلت هیڅ وجه نه ویني.

هاغلي هارون دا وینا د امریکا د خارجه وزیر مایک پامپئیو د هغه بیان په ځواب کې کړې په کوم کې چې نوموړي وئیلي وو چې دوي به بغیر د څه شکه د ایي ایم ایف هلې ځلې څاري.

د امریکا خارجه وزیر پامپئیو د تیر گل په ورځ سي این بي سي نومې مطبوعاتي ادارې ته په یوه مرکه کې وئیلي وو چې د اي ایم ایف پیسې د چین سرمایه کارو د قرض واپس کولو لپاره ورکولو کې هیڅ منطق نه ویني. اي ایم ایف ته امریکا او نور ملکونه پیسې ورکوي.

د چین د خارجه وزارت ویان ژنگ شوانگ خبري غونډې ته وئیلي دي چې دې باور لري چې اي ایم ایف به په ښه ډول دې ته کتنه وکړي.

عبدالله حسین هارون اسلام اباد کې خبریالانو سره په خبرو کې وویلي چې سي پیک د پاکستان د سوکالۍ او د ترقۍ لپاره اهمه منصوبه ده. او دا به په هرصورت کې سرته رسوي.

دوي زیاته کړه چې د امریکا خارجه وزیر خپله ویلي دي چې د ټرمپ انتظامیه د پاکستان د نوي حکومت سره کار کولو ته تیاره ده.

دي فنانشل ټائمز ورځپاڼې ترمخه پاکستان د ايي ایم ایف نه د دولس بلینه ډالرو د قرض اخستلو لپاره تیارۍ کړي دي.

د اقتصادي چارو لپاره د حکومت پخوانې مشاور اشفاق حسن خان د پاکستان اقتصادي صورتحال ډیر خراب بللی دی.

چین په پاکستان کې کم و بیش د شپیته بلینه ډالروسرمایه کاري کوي. خو پرله پسې د پاکستان د عدالتونو او د پارلیمان د غوښتنو باوجود د دواړو حکومتونو ترمنځه د لوظنامو په حقله تفصیل نه دی په ډاگه کړل شوی.

د پاکستان حکومت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې پارلیمان ته و یلي وو چې د چین سرمایه کارانو ته هرکال په اربونو ډالره رعایت ورکولې کیږي.

د پاکستان د خزانې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل رائټرز خبري ادارې ته وئیلي وو چې د چین لخوا ورته قرضې د دیرشو کالو د نیټې سره ورکولې کیږي او د دې د پاسه د پنځو کالو اضافي رعایت هم ورته ورکړې شوی دی. یعني ړومبي پنځه کاله به پیسې نه واپس کوي.

دې واېي د چین قرضې داسې نه دي چې د پاکستان ملا ماته کړي.

پخوانې اقتصادي ماهر اشفاق حسن خان واېي دا خو به د قرض واپس کولو په وخت پته لږي.

دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه په خپل خبر کې د چین د چارواکو له خولې لیکي چې چین په پاکستان باندې د ټول قرض یواځې لس في صده پور لري.

بیله بیل اقتصادي ماهران اندیښنه څرگندوي چې پاکستان د قرضو په دام کې راگیرولې کیږي خو ایکسپریس ټریبیون په دې حقله د چین د سفارت لخوا خپور شوي بیان حواله ورکړې ده چې وايي که چرې واقعي د قرضو یو دام موجود هم وي نو بیا د دې بنیاد چین نه دې ایښودلې.

XS
SM
MD
LG