لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خورشید شاه: دپوځ مشر بې باوریو ته ځواب اوویو خو ستونزې لا شته


د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د مخالفینو مشر سید خورشید شاه د جمعې په ورځ وویل، د هېواد په سیاست کې تر هغو بې باوري وه کله چې د پوځ مشر سنیټ ته ډاډ ورکړ چې دوی به له ډیموکراتیک بهیر څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د پاکستان مشهورې ورځپانې ډان د نوموړي له خولي راخیستې دي چې که څه هم ځینو ډلو اوس هم د بې باورۍ ورته بیانونه ورکول چې له دې سره به سیاسي بې باوري نوره هم زیاته شي.

ښاغلي شاه چې په بهاول پور کې یې خبرې کولې وویل چې د بې باورۍ په اړه دا ټولې ستونزې د لیري کړای شوي وزیر اعظم نواز شریف د واک پرمهال په پارلمان کې حل کېدای شوې خو شریف دا کار و نه کړ.

سید خورشید شاه دا هیله هم څرګنده کړه چې ډیموکراټیک بهیر به خپله دوره پوره کړي.

په پاکستان کې د واکداره او مخالفو ګوندونو لخوا داسې د حکومت د راتلونکې په اړه د بې باورۍ ویره ښودل شوې او له همدې امله د پاکستان سنېټ په دغې مسلې باندې پوښتنې درلودې چې باید ځواب ورته ویل شوی وای.

د پاکستان د ملي اسامبلۍ مشر هم یوځل دغې بې باورۍ ته اشاره کړې وه چې په سیاسي بهیر کې یې شته اندېښنې نورې هم زیاتې کړې وې.

ښاغلي شاه دا هم وویل چې په پارلمان کې د حلقه بندۍ مسله پداسې حال کې راپورته شوېده چې د پاکستان پیپلز ګوند د هېوادنیو ګټو او ولسواکۍ په برخه کې ستر رول لوبولی.

له بل پلوه هغه وویل چې پي ام ال نون او د پاکستان تحریک انصاف ګوند یا پي ټي آی اوس هم خپلو غونډو او لاریونونو ته دوام ورکوي تر څو پرې د خپلو دریځونو لپاره پروپاګند وکړي، پداسې حال کې چې ددې ډول سیاست اړتیا نه وه.

ښاغلي شاه وویل:

"له دغو دوو ډلو څخه یوه هم له داسې کړنو څخه ګټه نه شي پورته کولای"

هغه زیاته کړه داسې ویل کیږي چې پي ام ال نون ته د حدیبیه پیپر مل په مسلې کې او پي ټي ای ته د هغوي د چیرمېن د ګوښه کولو په برخه کې برات ورکړل شوی.

داسې انګیرل چې ګواکې د هېواد عدلیه هڅه کوي په خپل چلند کې تعادل وساتي هم پرې بې باوري زیاتیږي ځکه عدلیه یواځې د میریټ په واسطه پرېکړې کوي.

ښاغلي شاه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په راتلونکو عمومي ټاکنو کې به یې ګوند له نورو سیاسي ګوندونو سره ایتلاف جوړ کړي وویل، په سیاست کې وروستۍ خبرې نشته.

"هر کله د هېوادنیو ګټو، ولس او ډیموکراسۍ لپاره له نورو سیاسي ګوندونو سره د خبرو اترو موقع وي"

نوموړي د ام کیو ام پي ډلې په اړه وویل چې مخالف مشران اوس د تنظیمي بحران سره مخ دي. هغه وویل اوس دغه ډله په څو برخو باندې ویشل شوې ده.

ده دا هم وویل چې پي ټي آي په سند ایالت کې ژورې رېښې نه لري او له همدې امله په خپلې یوې غونډه کې هم اوه -اته زره پلویان هم نشي راټولولی.

ده وړاندې وویل چې یاده ډله حتی په خېبر پښتونخوا کې هم اوس دومره مشهوره نه ده څه رنګه چې په کال ۲۰۱۳ کې وه.

XS
SM
MD
LG