لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پي ډي اېم د ملتان جلسې په درشل کې تاوتریخوالی – مولانا فضل الرحمن وايي جلسه به هرو مرو کیږي


په پاکستان کې د حکومت یوولس مخالفه سیاسي ګوندونو ائتلاف (پاکستان ډېموکرېټېک مومنټ یا پي ډي اېم) د ګل/دوشنبې په ورځ ملتان کې خپله جلسه کوي، خو د ملتان ضلعې د انتظامیې لخوا ورته لا تر دې دمه اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دې نه علاوه، د مخالفو ګوندونو کارکنانو او پولیسو ترمنځه نښتې هم شوي او د پي ډي اېم یو شمېر کارکنان پولیسو نیولي هم دي. د دې پېښو له امله په ملتان ښار کې سخت تاوتریخوالی لیدل کیږي او د ځایي پولیسو د کومک لپاره له نورو سیمو نه هم اضافي نفري راغوښتل شوې ده.

د پي ډي اېم مشر، مولانا فضل الرحمن ویلي دي که چېرې د ملتان جلسې کولو اجازه ورنکړل شي، نو بیا به د پاکستان په هره ضلعه کې احتجاجي جلسې او مظاهرې کیږي. د خالي/شنبې په ورځ، په ملتان کې د پي ډي اېم نورو مشرانو سره یو ګډ خبري کنفرانس ته پخپله وینا کې مولانا فضل الرحمن وویل، "حکومت دا وخت ریاستي دهشتګردي کوي، خو زه اعلان کوم چې دا جلسه به ضرور کیږي، او که چېرې په طاقت سره د دې د اودرولو هڅه وشوه، نو د ولس سېلاب به دا هرڅه له ځانه سره یوسي."

مولانا فضل الرحمن په دې موقع خپل او د ټولو ګوندونو غړو ته وویل چې دوی دې ټول خنډان مات کړي او ځانونه دې د جلسې ځای ته راورسوي. هغه وویل چې که چېرې حکومت طاقت کاروي یا پولیس په دوی ډنډې چلوي، نو کارکنان دې هم ورته برابر ځواب ورکړي.

د مولانا فضل الرحمن وینا وه چې دوی به جلسه کوي او که چېرې په دې کې خنډان واچولی شول، نو بیا به د پاکستان هره ضلعه، جلسه ګاه جوړه شي. مولانا فضل الرحمن دا هم وویل چې د ملتان انتظامیه چې دا وخت څه کوي، نو دا د حکومت پلان دی، او "زه د راتلونکې جمعې او اتوار ورځو نه د هېواد په ټولو ضلعې هېډکوارټرو کې د احتجاجي جلسو اعلان کوم."

په دې موقع پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني او د مسلم لیګ ن د قامي اسمبلې غړی او پخوانی وزیر رانا ثنا الله هم موجود و.

بل اړخ ته وزیراعظم عمران خان په مخالفو سیاسي ګوندونو باندې سختې نیوکې کړي چې ولې خپلې جلسې نه اودروي، او وایي چې "اپوزېشن ګڼي چې دوی سره د اېن آر او اخري لار، جلسې دي، خو داسې به کله هم ونشي."

وزیراعظم عمران خان پخپل یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلي دي چې مخالفه ګوندونو نه خو د عام اولس ستونزې محسوس کړي دي او نه ورسره په دې اړه څه کوټلي حل شته. وزیراعظم وویل چې د کرونا رنځ مخ په زیاتېدونکو پېښو په موقع، د سمارټ لاکډاون ضرورت دی، خو آپوزېشن د عام اولس د ژوند څه پروا کولو بغیر جلسې کوي.

بل پلو ته د مسلم لیګ ن صدر او قامي اسمبلې کې د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف ویلي دي چې د حکومت لخوا د پاکستان هره یوه څانګه تباهۍ ته نږدې شوې ده، او که د ملک حالات چېرې ښه کول وي، نو ددې لپاره به سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې کول وي.

لاهور کې خبریالانو سره د خبرو اترو پر مهال، د شهباز شریف وینا وه چې "د حکومت د لاسه د پاکستان تباهي شوې ده، په موجوده حالاتو کې په قامي کچه د خبرو اترو ضرورت دي."

یاده دې وي چې پاکستان ډېموکرېټېک مومنټ (پي ډي اېم) تر دې دمه په ګوجرنواله، کراچۍ، کوئټه، او پېښور کې خپلې احتجاجي جلسې کړي دي، او په ګل/دوشنبې دېرشم نوامبر، په ملتان او د راتلونکې میاشتې په دیارلسمه نېټه به په لاهور کې جلسې کېدونکې وي. د پي ډي اېم وینا ده چې دوی به خپلې جلسې تر هغه کوي تر کومې پورې چې موجوده حکومت یې له واکه لېرې کړی نه وي.

XS
SM
MD
LG