لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوم د نړیوالې ترهګرۍ په کتار کې پنځم ځای لري


د ګلوبل ټیروریزم انډیکس (جي ټي آی) په راپور کې راغلي دي چې پاکستان د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ له پلوه پنځم ځای لري.

د جي ټي آی راپور وايي، عراق له ترهګرۍ سره د مخامخ هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري او افغانستان، ناجیریا او سوریه ورپسې په ترتیب پراته دي.

په راپور کې ویل شویدي چې په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو له امله د وژل شویو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی.

راپور وايي په پاکستان کې په ۲۰۱۶ کې د ترهګرۍ له امله ۹۸۶ کسان وژل شویدي چې دا د تېر کال په پرتله ۱۲ فیصده او د ۲۰۱۳ کال په پرتله ۵۹ فیصده کموالی ښيي.

د ۲۰۰۷ کال راهیسې پاکستان د ترهګرۍ په نوملړ کې یواځې یو ځل څلورم ځای راخپل کړی وه او شپږ ځله یې پدې کتار کې دوهم ځای نیولی دی.

د جي ټي آی راپور د ګلوبل ټریرویزم ډیټابیس (جي ټي ډي) د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د پېښو د ثبت په برخه کې تر ټولو ستر ډیټابیس دی.

په جي ټي ډي کې تر اوسه پورې تر ۱۷۰۰۰۰ زیاتې ترهګریزې پېښې ثبت شویدي.

د راپور له مخې دا دوهم کال دی چې په نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی.

دا پدې معنی چې په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ترهګریزو پېښو کې د مرګ ژوبلې کچه ۲۰ فیصده کمه شویده.

راپور زیاتوي، په سوریه، پاکستان، افغانستان او ناجیریا کې چې د ترهګرۍ څخه د متاثرو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري ترهګریزې پېښې کمې شویدي.

راپور دا هم وايي، چې که څه هم ترهګریزې پېښې کمې شویدي خو ترهګري د نړۍ نورو برخو ته هم خپره شوېده او دا پدې معنې چې د ترهګرۍ پېښې له ۶۵ هېوادونو څخه اوس ۷۷ هېوادونو کې ترسره شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG