لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له سيمیز کانفرانس څخه د امریکا د تورونو د غندلو لپاره کار واخیست


پاکستان له هغې غونډې څخه چې د ترهګرۍ په اړه باید په کې خبرې شوې وای د امریکا لخوا په پاکستان د تورونو د غندلو لپاره کار واخیست.

د پاکستان د سنېټ مشر له دغه کانفرانس څخه په ګټې اخیستنې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا هغه اعلان شوې پالیسې غندلې په کومه کې چې په افغانستان کې د امریکا په ناکامۍ کې پاکستان ګرم ګڼل شوی.

رضا رباني د ټرمپ په ادارې باندې نیوکې کړي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ټرمپ د پاکستان په قربانیو باندې سترګې پټې کړیدي.

ده وویل: (مونږ دوه ورځې وړاندې ولیدل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال هم داسې تریخی او جرات پیدا کړ چې پاکستان ته یې خبرداری ورکړ خو باید نړیوال پدې پوه شي چې پاکستان یو خپلواک هېواد دی او له نورو په ځانګړي توګه له امریکا څخه د خبرداري اخیستلو عادت نه لري.)

هغه د مایک پینس هغو څرګندونو ته اشاره کوله چې د پنجشنبې په ورځ یې له افغانستان څخه د خپلې لیدنې پرمهال کړې وې.

پينس ویلي وه، پاکستان د اوږدې مودې راهیسې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته پټنځي ورکړیدي.

(هغه ورځې پای ته رسېدلي. ولسمشر ټرمپ پاکستان ته خبرداری ورکړی چې پاکستان له امریکا سره په شراکت کې ډیر څه ترلاسه کوي خو پاکستان ترهګرو او مجرمانو ته د پټنځایونو په ورکولو سره ډیر څه له لاسه ورکولای شي.)

د پاکستان حکومت د پینس دغه نیوکې سمدستي رد کړې وې او ویلي و چې متحدین یو بل ته خبرداری نه ورکوي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر ایاز صادق غونډې ته په وېنا کې وويل، د ۱۱/۹ نه وروسته د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته د ۱۲۰ اربه ډالرو تاوان اوختی دی.

د افغانستان د پارلمان سپيکر عبدالروف ابراهيمي په خپله وينا کې وويل، په ښکاره خو وسله وال په افغانستان کې د اسلام په نوم جګړه کوي خو ټول عملونه يې د اسلام پرضد دي.

د روس د پارلمان سپيکر په خپله وینا کې وويل د تندروه ډلې داعش ترهګر د شام نه افغانستان او منځنۍ اسيا ته په رالېږلو اندېښنه څرګنده کړه او د داعش په ضد يې د سيمې په هېوادونو د همکارۍ غږ وکړو.

د دوه ورځنۍ غونډې په لومړي پړاؤ کې به د ترهګرۍ د خاتمې لپاره د ستراتيژۍ جوړولو په اړوند د پارلمان په کردار خبرې کيږي او په دوهم پړاو کې به د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو خبرې وشي.

افغان او امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه طالبانو او حقاني ترهګرې ډلې ته دا توان ورکوي چې په افغانستان کې خپله ترهګري پراخه کړي.

پاکستان له ترهګرو سره هر ډول اړیکي رد کړیدي او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

په پاکستان کې د شپږو هېوادونو د پارلماني استازو ترمنځ غونډه ددې لپاره پیل شوې وه چې په کې د ترهګرۍ د ګواښونو او د سیمې د همغږۍ په اړه خبرې وشي.

پدغې غونډه کې د پاکستان، افغانستان، ایران، چین، ترکیې او روسیې پارلماني مشرانو برخه اخیستې.

دغه غونډه په اسلام اباد کې د کلک امنیت لاندې روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG