لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس ولې د بېلاروس له مظاهرو وېره لري؟


په بېلاروس کې د جنجالي انتخاباتو نه پس، سیاسي حالات خراب شوي او مظاهرو زور اخیستی دی. که څه هم د نړېوالو پام د هغه ملک پېښو ته وراووښتی، خو د حکومت د مخالف ګوند مشره سویاتلانا څيخانوسکایا وایي چې د بېلاروس سیاسي بحران، د هغه ملک داخلي مسئله ده. بل اړخ ته د بېلاروس پېښو ته د کرملېن په غبرګون کې، د جیوپولیټیک او داخلي تشویشونو ګډ انځور لیدل کیږي.

د بېلاروس د حکومت د مخالف ګوند مشرې سویاتلانا څيخانوسکایا، وایس آف امریکه ته ویلي چې د بېلاروس خلک پخپله د روانو حالاتو په وړاندې ذمه واري لري او هغه فکر کوي چې دا ستونزه باید پخپله د بېلاروس خلک هواره کړي. په دې سره هغې د غربي نړۍ د فوري مداخلت یا مرستې آیډیا رده کړه.

مېرمن څيخانوسکایا د ګل/دوشنبې په ورځ له وي او اې سره په مرکه کې وویل، "که چېرته داسې پېښه شوه چې مونږ د نورو ملکونو مرستې ته کومه ورځ احتیاج پیدا کړو، هغه هم د انتظام، شاید هم منځګړیتوب او یا مذاکراتو په خاطر، نو بیا هر ملک چې غواړي مرسته راسره وکړي، موږ به بلنه ورکړو."

په دې وروستیو هفتو کې لسګونه زره کسان په بېلاروس کې لارو کوڅو ته راووتل، مظاهرې یې وکړې او د صدر الکسانډر لوکاشینکو د مستعفي کېدو غوښتونکي شول. خو لوکاشینکو دا غوښتنه نه مني، ځکه د هغه په باور، د اګست د نهمې نیټې انتخابات یې ګټلي دي.

د بېلاروس حزب اختلاف، امریکا، او یورپي اتحاد وایي چې په هغو انتخاباتو کې ډېره درغلي وشوله. لوکاشینکو د درغلۍ تورونه نه مني.

د روس صدر ولادیمیر پوتین، او تر شا یې د بېلاروس صدر الکسانډر لوکاشینکو
د روس صدر ولادیمیر پوتین، او تر شا یې د بېلاروس صدر الکسانډر لوکاشینکو

الکسانډر لوکاشینکو چې له ډېر وخته د بېلاروس مشر پاته شوی دی، اوس د خپلې سیاسي بقا دپاره، روس ته مخه کړې ده.

په بېلاروس کې د مظاهره کوونکو په وړاندې د پولیسو د سخت دریځ سره سره، د آزادو انتخاباتو د ترسره کېدو دپاره پراخې مظاهرې روانې دي او په ټوله نړۍ کې یې جمهوریت پلوه فعالانو ته الهام بخښلی دی.

خو د روس حکومت دې پېښو ته چې د روس په ګاونډ کې مخې ته راغلي، د احتیاط په نظر ګوري. هماغسې چې په بېلاروس کې الکسانډر لوکاشینکو د ډېرې مودې راهیسې مشر پاته شوی، ولادیمیر پوتین هم د خپل ملک، روس په سیاسي ډګر کې مشر پاته دی.

تېره هفته پوتین په اشارې سره وویل چې که ضرورت پېښ شي، نو مسکو حاضر دی چې د لوکاشینکو د حکومت په نمایندګۍ مداخله وکړي او بېلاروس د روس تر اثر رسوخ لاندې وساتي.

پوتین زیاته کړه، "الکسانډر ګریګوریویچ لوکاشینکو له ما وغوښتل چې د پولیسو یو احتیاطي ځواک ورته جوړ کړم، نو ما ورته جوړ کړ. مونږ په دې هم موافقه وکړه چې څو حالات له قابو ونه وځي، دا ځواک به تر هغو نه کارول کیږي."

څېړونکي وایي د پوتین د دې سنجشونو تر شا، جیوپولیټیکې ګټې هم نغښتي دي، خو دا تشویشونه هم پکې لیدل کیږي چې د بېلاروس جمهوریت پلوه تحریک، کېدای شي روس ته هم وغځيږي.

د مسکو د کارنیګي مرکز څېړونکی، اندري کولیسنیکوف وایي، "له یو اړخه دا مظاهرې کیدی شي چې د یو سیاسي وبا غوندې له بېلاروسه راخورې شي. له بل اړخه مونږ پخپله هم په خوباروفسک کې ځان ته ستونزې لرو."

خوباروفسک د روس په لیرې ختیځه برخه کې پرته سیمه ده چې هلته زرګونو کسانو د یوې هفتې دپاره مظاهره وکړه. دا مظاهره پس له هغه وشوه چې د روس حکومت، د خوباروفسک یو مشهوره ګورنر له دندې لیرې کړ، ځکه ډېر کلونه مخکې ورباندې د قتل الزام لګول شوی و.

هلته مظاهره کوونکو، د بېلاروس د مظاهره چیانو له مرام سره خپل پیوستون وښود.

بل طرف ته دا الزام چې ګني د روس حکومت مخالف لیډر الیکسي نېوالني ته د دې میاشتې په سر کې سایبریا ته د سفر په لړ کې زهر ورکړل شوي، د پوتین خلاف نور هم قهر و غوسې زیاتې کړي دي.

د سپټمبر په نهمه، په روس کې ځایي انتخابات ترسره کیږي. په داسې حال کې چې روسان په سختو حالاتو کې انتخاباتو کې ونډه اخلي، دا چې د انتخاباتو نتیجې به څومره د خلکو د باور وړ وي، په دې به څرګنده شي چې د روس او بېلاروس حالات څومره سره ورته دي او یا توپیر لري.

XS
SM
MD
LG