لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهزاده سلمان: په رشوتونو کې ککړو کسانو څخه به ١٠٠ میلیارده ډالره بیرته اخلو


د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان ویلي دي، په بډو رشوتونو کې د تورنو نیولو شویو کسانو څخه به شاوخوا سل میلیارده ډالره بیرته اخلي. په نیولو شوو کسانو کې زیاتره د سعودي شاهي خاندان شهزادگان دي.

شهزاده سلمان دغه خبره د امرېکې یوې معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز ته په پانگړې مرکې کې کړېده چې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ چاپ شوې وه.

د نیویارک ټایمز د مقالې له مخې هر مشکوک شهزاده او میلیاردر ته دوه لارې ورکړل شویدي یا به معلومې پیسې او یا به د خپلې سوداګرۍ برخې (سهمیې) د حکومت خزانې ته ورکوي.

شهزاده ویلي چې دوی داسې اسناد په لاس کې لاري چې تورن کسان به یې په لیدلو هرو مرو له دغو دوه لارو څخه یوه خپلوي.

شهزاده سلمان وویل، د ریاض په ریټز هوتل کې د نیول شويو کسانو څخه یواځې یو فیصد چارواکو دا ثابته کړېده چې له فساد څخه پاک دي او د هغوي دوسیه په هماغه ځای تړل شویده.

شهزاده سلمان هغه خبره ټوکه او مسخره وګڼله چې ګواکې د روانې میاشتې په سر کې په فساد تورن کسان ددې لپاره نیول شویدي چې دده د واک په وړاندې خندونه لیرې کړای شي.

شهزاده سلمان وویل د ریاض په ریټز کارلټن هوټل کې د نیول شویو چارواکو او مشرانو څخه اکثرو یې مخکې له نیونې څخه د عوامو ترمخه دده او دده د اصلاحاتو څخه ملاتړ اعلان کړی وه.

ده دا هم وویل چې د شاهي کورنۍ اکثره غړي یې تر شاه ولاړ دي.

شهزاده سلمان وویل پلار یې نږدې ۵۰ کاله د ریاض مشر پاتې شوی خو په دغې اوږده دوره کې په هغه هېڅکله هم د فساد تورونه و نه لګېدل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG