د سعودي عربستان ځواکمن شهزاده محمد بن سلمان له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې ویلي دي چې د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامینايي د منځني ختیځ نوی هټلر دی.
نیویارک ټایمز له نوموړي سره مرکه د پنجشنبې یا زیات په ورځ چاپ کړیده.
شهزاده سلمان پدغې مرکه کې ویلي دي، مونږ له اروپا زده کړیدي چې چوپه خوله پاتې کېدل د حل لاره نه ده. مونږ نه غواړو چې د ایران نوی هټلر په منځني ختیځ کې هغه څه تکرار کړي چې په اروپا کې شوي وه.
د ښاغلي سلمان دغه څرګندونې پداسې وخت کې کیږي چې په سیمه کې ددغو دواړو سیالو هېوادونو سعودي او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شویدی.
سعودي عربستان تیره اونۍ د قاهرې د عرب لیګ په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د ایران د ویجاړونکي دریځ په وړاندې به چوپه خوله پاتې نشي.
شهزاد سلمان نیویارک ټایمز ته دا هم ویلي دي چې د شاهي کورنۍ اکثره غړي دده تر شاه ولاړ دي او دده لخوا د اعلان شویو اصلاحاتو ملاتړ کوي.