لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان:  قطر کې د دې اوونۍ په اخره کې کیدونکو ممکنه خبرو کې به یوې موافقې ته  ورسو


طالبانو امید څرگند کړی دی چې قطر کې د دې اوونۍ په اخره کې د امریکا سره په افغانستان کې د 18 کالو د اوږدې جگړې د ختمولو لپاره کیدونکو ممکنه خبرو کې به یوې موافقې ته ور ورسي.

قطر کې د طالبانو د مزاکراتي ډلې ویاند سهیل شاهین وي او ای ته ویلي دي چې دواړو ډلو د یو کال په موده کې ډیر محنت کړی دی او یوه مسوده ېئ هم لیکلې ده چې په کې ټولو اهمو موضوعاتو ته پام شوی دی.

ده زیاته کړه چې د طالبانو مزاکرت کارو د خپلې برخې کار پوره کړی دی او وس دا په امریکا اړه لري چې دوي د مزاکراتو عمل د راغونډولو گام لپاره څومره تیار دي.

سهیل شاهین نه چې کله وپوښتل شول چې د راتلونکی غونډې اهم پرمختگ به څه وي نو ده ویل چې طمعې لري د ځواکونو په وتلو به دوي ېوې موافقې ته ور ورسي خو د خبرو اترو نیټه ېئ بیا هم ونه ښودله.

افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا خصوصي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د یوې هفتې نه هم زیات وخت تیر کړی دی او د چارشنبې په ورځ یې په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي چې دی د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي. ده په ټیویټ کې لیکلي دي چې په دوحا کې که طالبانو د خپلې برخې کار وکړو نو دوي به د خپلې برخې کار ترسره کړي او یوې موافقې ته به ورسي.

خلیلزاد ویلي دي چې په افغانستان کې د قیام په وخت یې د افغان مشرانو سره په گډه د بین الافغاني مزاکراتو لپاره د مزکراتي ډلې په جوړولو کار کولو. خلیلزاد ویلي دي چې قطر ته د تلو نه وړاندې به گاونډي پاکستان کې دمه کوي.

شاهین ویلي دي چې په مسوده کې د دواړو ډلو په سلاح د امریکني ځواکونو د وتلو نیټه او د دې په بدل کې د طالبانو ضمانت ورکول شامل دي چې د افغانستان خاوره او په خاص توگه د دوي د واک لاندې علاقې د بین الملکي ترهگرۍ لپاره ونه کارولی شي.

ده ویل چې نړیوال او سیمه ایزه ضمانتیان به د امریکې او د طالبانو د لوظنامې د لاسلیک کولو په وخت موجود وي. نړیوال ضمانتیانو کې په ممکنه توگه به چین، روس او ملگري ملتونه شامل وي او د پاکستان او ایران په شمول د افغانستان گاونډیان به هم په دې موقع موجود وي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ اراده څرگنده کړې ده چې د امریکا تر ټولو اوږد خارجي پوځي مداخلت پاېې ته ورسوي. دې جنگ باندې د امریکا د یو کهرب ډالرو نه زیاته خرچه شوې ده او 2400پورې د امریکې پوځیانو هم ژوند د لاسه ورکړې دې.

د گل په ورځ د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو ویلي وو چې صدر ټرمپ ده ته امر کړی دی چې په امریکا کې د2020د انتخاباتو پورې افغانستان کې د امریکني ځواکونو شمار شمیره راکمه کړي. ده ویلي وو چې صدر ټرمپ په صفا ټکو کې ویلي دي چې نه ختمیدونکې جگړې ختمې کړي. پوځ بیرته راوبلي او د دوي شمار هم راکم کړي. او دا کار به یواځې امریکا نه کوي.

د امریکا او د طالبانو ترمنځه د لوظنامې لاسلیک کولو ورستو به په سمدستي ډول طالبان د افغانستان نمایندگانو سره خبرې شورو کوي.

د دې میاشتې په شورو کې د طالبانو د مزاکراتي ډلې مشر شیر عباس ستانکزې د وي او ای سره په خبرو کې منلې وه چې د تلپاتې او جامع اوربند په اړه به په بین الافغاني مزاکراتو کې خبره کیږي. ده ویلي وو چې د امریکا سره د لوظنامې نه ورستو به دوي بین الا فغاني مزاکرات کوي.

د افغانستان د ولسمشر اشرف حکومت پرله پسې ویلي دی چې بین الافغاني مزاکراتو کې به د دوي کردار اهم وي. خو طالبان د دوي دغه وینا ردوي.

خلیلزاد د تیر خالي په ورځ دا خبره هم ښکاره کړې ده چې بین الافغاني مزاکراتو کې به څوک کیني. زلمي په خپل ټیویټ کې لیکلي دي چې بین الافغاني مزاکرات به د طالبانو او د هراړخیزه او بااثره قامي مزاکراتي ډلې ترمنځه کیږي. دې قامي ډله کې به د افغانستان اعله حکومتي چارواکي، د اهمو سیاسي گوندونو استازي، د مدني ټولنی او د ښځو نمائندگان شامل وي.

د زلمي خلیلزاد دا وینا طالبانو ته یو بل اهم رعایت گڼلې کیږي. ځکه چې طالبان د غني انتظامیه سره د نیغ په نیغه خبرو نه انکارکوي او دوي ناقانونه او د امریکا گوډاگې بلي.

افغانستان کې د سولې په عمل کې پاکستان یو مرکزي کردار ادا کوي. دوي د طالبانو او د امریکې ترمنځه د خبرو اترو بندوبست کړې دې او وس واېي چې دا عمل خپل منطقي انجام ته د رسولو لپاره يې هلې ځلې تندې کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان واشنگټن ته د خپل سفر په وخت ویلي وو چې دې به په ذاتي توگه د طالبانو سره ویني او هڅه به کوي چې طالبان د افغانانو سره خبرو ته اماده کړي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د خارجه وزیر د بیان هرکلې کړی دی خو ویلي دي چې د پخلائنې په دې عمل کې یواځې پاکستان ذمه وار نه دې.

قریشي ویلي چې پاکستان ضامنتي نه دی بلکې د یو سهولت کار کردار ادا کوي. د دې ټوله ذمه واري یواځې په پاکستان نه دي اچول پکار ځکه چې دا د ټولو شریکا ذمه واري ده. دا به د نړۍ غیر حقیقي طمې وي چې گنې پاکستان سره د جادو کونټۍ ده او دوي کولې شي چې د سولې د عمل نه د توقعو مطابق نتیجې را وباسي.

خو افغانستان د پاکستان په هڅو باوري نه دي او تور لگوي چې د طالبانو مشرانو ته يې په خپل هیواد کې پناه ورکړې ده او دوي يې د دې قابل ساتلي وو چې په افغانستان کې یاغي توب جاري وساتي. اسلام اباد دا تورونه په کلکه ردوي.

د پاکستان چارواکو وي او ای ته ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوي خو زیاتوي چې د پاکستان قامي گټې او اندیښنې د پامه نه شي غورځولې کیدلې. او که داسې هځې وشي نو دا افغانستان کې د سولې په عمل کې د دوي مرستې اغیزمنې کولې شي.

د پاکستان چارواکي تور لگوي چې په هیواد کې يې د تره گری د پیښو شاته د افغانستان په امنیتي اسټیبلشمنټ کې د هند مخ په زیاتیدونکې اثررسوخ دې او غواړي چې په افغانستان کې د هند کردار یواځې د بیا رغونې کارونو کې د مرستو ترحده پاتې شي.

هند د پاکستان تورنو ته ډیر کم ځواب وايي خو د افغانستان حکومت دا تورونه بې بنیاده بلي.

اسلام اباد کې سرچینو وي او ای ته ویلي دي چې د جنوبي او مرکزي ایشیا لپاره د امریکې مرستیاله مشره ایلس ویلز به راتلونکې هفته پاکستان ته سفر کوي او د پاکستان چارواکو سره به د افغان د سولې د هلو ځلو جاج اخلي.

ویلي کیږي چې د ایلس ویلز په کوښښونو کال دوه زره اتلسم د جولاېې په میاشت کې د طالبانو سره امریکې خبرې شورو شوې دي. د ویلز د سفر په اړه تراوسه دواړو ملکونو کې چارواکو څه نه دي ویلې.

ژباړه : ارباب محمود علي

XS
SM
MD
LG