لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو په افغانستان کې د سرکاري پوهنتونونو بيا پرانستو اعلان کړی


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت د اتوار/ يکشنبې په ورځ (30 جنورۍ) اعلان کړی چې روانه اوونۍ به حکومتي سرکاري پوهنتونونه بیرته پرانستل شي.

د طالبانو د حکومت د لوړ زده کړو وزير عبدالباقي حقاني په يو ويډيوي بيان کې ويلي، چې د شورو/ چهارشنبې د ورځې (دوېمې فرورۍ) نه به په تودو يا د ګرم موسم په صوبو/ ولايتونو کې حکومتي پوهنتونونه پرانستل شي او د کابل پوهنتون په ګډون په يخو علاقو کې به پوهنتونونه په 26 فرورۍ پرانستل کيږي.

حقاني په خپل تازه بيان کې دا نه ده په ډاګه کړې چې هلکان او جينکۍ به په کلاسونو کې څنګه کښېني خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې هلکان او جينکۍ به په کلاسونو کې د شريعيت يا د اسلام د قانون ترمخه جدا جدا کښېني، او جينکۍ به حجاب وي.

د طالبانو حکومت د پوهنتونونو بيا پرانستو اعلان په داسې حال کې کړی چې په طالبانو د بشري حقونو، ښځو د حقونو او جينکو ته د تعليم په اړه نړيوال فشار دی.

د طالبانو حکومت دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې هم د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل/ عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس په ټویټر ويلي،

چې په افغانستان کې ښځې او جينکۍ يو ځل بيا د حقونو، تعلیم، کار او برابر انصاف څخه محرومه ساتل کيږي. هغه ويلي د نړيوالې ټولنې د برخې په توګه د ځان ښکاره کولو دپاره، بايد چې طالبان د ښځو او جينکو سره تړاو لرونکي بشري حقونه وپېژني او ساتنه يې وکړي.

د ستمبر په نیمايۍکې طالبانو ځينې شخصي پوهنتونونو ته د جينکو د تګ اجازه ورکړې خو ورسره یې ویلي وو چې دوی به د هلکانو نه جدا کښېني.

او طالبانو د ستمبر په میاشت کې هلکانو ته سکولونو پرانستي، خو د ملک په زياتره برخو کې جينکۍ اوس هم د طالبانو اجازت ته په تمه دي چې سکولونو ته د تلو اجازه ورته ترلاسه شي او زده کړې روانې وساتي.

طالبانو په 15 اګست د افغانستان واک په لاس کې اخستی او د هغې وروسته په ملک کې تعلیمي ادارې تړل شوي دي.

طالبانو ويلي په مارچ کې چې په سکولونو کې د زده کړو نوی کال پېل کيږي جينکۍ به بيرته سکولونو ته وليږي.

د طالبان مشران وايي، د دوی پرضد پروپېګنډا کيږي چې د جينکو د تعليم مخالفت کوي، دوی ویلي چې اقتصادي مشکلات او اسلامي ماحول په ځای کولو د جینکو د تعليم په وړاندې خنډان دي.

طالبانو چې په 15 اګست د افغانستان واکمني ترلاسه کړې د جوړ کړي حکومت يې پينځه نیمې میاشتې پوره شوي خو تراوسه يو ملک هم دغه ملک په رسميت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG