لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو په افغانستان کې د اوربند خبرونه رد کړي


طالبانو په افغانستان کې د اوربند خبرونه رد کړي دي او واي په دې اړه خپاره شوي خبرونه دروغ او بې بنیاده دي.

طالبانو نن په 30ډسمبر ويلي د جگړې ودرولو هيڅ اراده نه لري.

دا اعلان طالبانو په داسې حال کې وکړو چې هم نن یې 14 افغان امنیتي عسکرو اووژل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ويلي په افغانستان کې د اوربند په اړه دطالب مشرانو خپل منځه صلاح مشورې روانې دي چې د امریکا لخوا د تشدد د کچې د ټیټولو په خواست غور وکړي خو تر اوسه په دې اړوند کومه غوڅه پرېکړه نه ده شوې.

ذبیح الله مجاهد وايي:

"حقیقت دا دی چې اسلامي امارت د اوربند هيڅ اراده نه لري"

دتیرو څو ورځو راهسې په مطبوعاتو کېخبرونه چاپ کیدل چې د طالبانو د مشرانو شورا د لسو ورځو په ډز بندۍ تیاره شوې ده.

دوه ورځې وړاندې د امریکا مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ جرنل د یو طالب چارواکي له خولې په خپل یو رپورټ کې لیکلي وو چې طالبانو د تېرې چارشنبې- شورو له ورځې راهیسې د بلوچستان په کوټه ښار کې له امریکې سره د اوربند په تړاو خپل منځي ناسته کړې ده.

نړیوالو رسنیو دا هم ويلي وو چې د افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو څخه د سولې نه وړاندې د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې اؤ په دغه غوښتنه دمشورو دپاره د قطر څخه دطالبانو یو پلاوي تیره اوونۍ پاکستان ته سفر هم کړی دی.

مطبوعاتو کې راغلي وو چې دمولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ کې پاکستان دطالب پلاوي دسفر موخه په دغه هیواد کې دمیشت نورو طالب مشرانو سره د اوربند په وړاندیز صلاح مشورې کول دي.

دتیرکال راهسې طالبانو اؤ امریکا په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې وې اؤ دواړو خواؤ دعوه کړې وه چې دسولې یو غوڅ تړون ته هم نزدې شوي دي خو څه دپاسه درې میاشتې دمخه کابل کې په یوه چاودنه کې دیو امریکایي عسکر په ګډون د12کسانو د وژل کیدو له امله دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دسولې دغه خبرې ختمې کړې وې.

په 29م نومبر کابل ته دخپل یو ناساپي سفر په مهال دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وؤ چې طالبان اوس سولې اؤ اوربند دواړو ته چمتو شوي ولې کله چې روانه میاشت زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو په قطر کې دسولې خبرې سر دوباره پیل کړې نو ورسره سم کابل کې دچاودنو لړۍ هم چټک شوه.

XS
SM
MD
LG