لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ویټنام هم د پاکستاني پائیلټانو دنده د مشکوکو لائسنسونو له وجهې معطله وګرځوله


د ویټنام د هوابازۍ (هوایي چلند) ادارې د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول هغه پاکستاني پائیلټان یې د هوایي جهازونو له الوځولو نه منع کړي دي کوم چې په ویټنام کې یې د هوابازۍ ځایي شرکتونو ته کار کاوه، او دا کار په داسې حال کې شوی چې د هوابازۍ په برخه کې نړېوالو منتظمینو فکرمندي ښودلې چې ممکن ځیني پاکستاني پائیلټانو مشکوک لایسنسونه کارولي وي.

همدا شان رسنیو د اتوار/یکشنبې په ورځ رپوټونه ورکړل چې په کویټ کې د هوابازۍ ملکي کمپنۍ (کویټ ائیر) هم اوه تنه پاکستاني پائیلټان او ۵۶ تنه پاکستاني انجنیران معطله ګرځولي دي. قطر ائیروېز او عمان ائیر د عربي ملکونو دوه نورې کمپنۍ دي چې پاکستاني کارکوونکي پائیلټان، انجنیران او نور کارکنان یې د لائسنسونو د مسئلې په تړاو، له کاره منع ګرځولي دي. دوی وایي څو چې د دغو کسانو په اړه پاکستاني چارواکي ورته اطمینان ورنه کړي، د هغوی دنده به معطله پاته وي.

پاکستان هم تېره هفته ویلي و، د هوايي چلند د کمپنیو ۲۶۲ پائیلټان به په کور کېنوي کوم چې جوازونه یې ښایي جعلي وي. پاکستان پس له هغه دا فیصله وکړه چې د هوابازۍ د تنظیم نړېوالې ادارې (آی اې ټي اې) وویل چې د پاکستان د هوایي چلند په کمپنیو کې د پائیلټانو په لاېسنسونو کې ستونزې، د حفاظتي کنټرول له اړخه سنجیده مشکل جوړولی شي.

د ویټنام د ملکي هوابازۍ ادارې (سي اې اې وي) د ګل په ورځ په دې اړه یو بیان جاري کړ او په هغه کې یې لیکلي دي: "د ویټنام د ملکي هوابازۍ ادارې مشر د ټولو هغو پاکستاني پائیلټانو د معطل ګرځولو امر کړی دی چې د ویټنام د هوابازۍ په کمپنیو کې کار کوي."

په بیان کې دا هم څرګنده شوې ده چې دا پائیلټان به د (سي اې اې وي) د آینده نوټس پورې د هوایي جهازونو له الوځولو نه منع پاته وي، او بل دا چې د ویټنام د هوايي چلند اداره به د دې پائیلټانو د پروفایلونو د بیاکتنې دپاره له پاکستاني چارواکو سره هماهنګي وکړي.

د ویټنامي چارواکو په حواله، هغوی اوه ویشت پاکستاني پائیلټانو ته د کار اجازه ورکړې وه، او د هغو له جملې نه، دوولس تنه یې لا تر اوسه په کار بوخت و، مګر د پاته پنځلسو نورو پائیلټانو یا کانټرکټونه ختم شوي و، او یا د کروناوایرس عالمي وبا له کبله بې روزګاره پاته و.

په دوولسو پاکستاني پائیلټانو کې چې لا يې هم ویټنام کې جهازونه الوځول، یوولسو یې د ويټ جېټ کمپنۍ ته، او یو یې د جېټ سټار پاسېفیک کمپنۍ ته کار کاوه.

ویټ جېټ کمپنۍ په یو بیان کې ویلي چې د لاېسنسونو د مسئلې په سر باندې د خبرونو په خورېدو سره سمدستي، دوی پاکستاني پائیلټانو ته د څه کار سپارلو نه ډډه کړې ده او اوس هېڅ کوم پائیلټ چې پاکستان ورته لایسنس جاري کړي وي، د ویټ جېټ کمپنۍ جهازونه نشي الوځولی.

ویټنام کې اوس مهال ۱۲۶۰ پائیلټان د هوابازۍ ځایي کمپنیو ته کار کوي چې نیمایي یې د نورو ملکونو شهریان دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د هوابازۍ قامي کمپنۍ (پي آی اې) همدا تېره هفته، د خپل ۴۳۴ پايلټانو درېیمه برخه د الوتکو د الوځولو نه د منع کولو فیصله وکړه، او دا په دې چې دغه پائیلټان ګني "مشکوک" لائسنسونه او د الوتنو سندونه لري.

د پي آی اې ویاند عبدالله خان رایټرز خبري ایجنسۍ ته د زیارت په ورځ ویلي و: "موږ ته ویل شوي چې د هېواد هوایي چلند ادارې (سېول ایویشن اتهارټي) لخوا ترسره شوې یوې څیړنې نه معلومه شوې چې زموږ خواوشا ۱۵۰ پائیلټان مشکوک لائسنسونه لري."

د پاکستان د هوابازۍ وزير غلام سرور خان هم په دي وروستیو کي ویلي وو چې په پاکستان کې د دولتي او شخصي شرکتونو او کلبونو سره ټول ۸۶۰ فعال پائیلټان دي او په دوی کې ۲۶۶ داسې دي چې هغوی په خپله د پايلټۍ امتحان نه دی ورکړی، بلکې بل چا ورله امتحان ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG