لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان  په پاکستان باندی د تروريزم په ضد مبارزه کی د زياتو اقداماتو غږ کړی دی


افغانستان له گاونډی ملک پاکستان نه غوښتی دی چه د سرحد په هغی خوا، په خپل لوری کی، د تندروه مسلمانانو په ضد مبارزه کی زیات اقدامات وکړی. د جمهورریس نطاق،جاوید لودین نن په کابل کی خبری کنفرانس ته وویل د طالبانود پرزیدلی رژیم ځنی مشران ، اوهغوی چه په ترورستی فعالیتونو اوقتلونوکی لاس لری، اوس په پاکستان کی دی. ښاغلی لودین وویل افغانان وژل کیږی، ښوونځی او جوماتونه سیزل کیږی اوپه بمونو الوزول کیږی او افغان ملایان وژل کیږی. هغه زیاته کړه ترڅو دا دواړه هیوادونه د تروریزم په ضد مبارزه کی یولاس نشی، هیڅکله به په افغانستان کی سوله او کراری رانشی. ښاغلی لودین دا خبری یوه ورځ وروسته له هغی وکړی چه د افغانستان مقاماتواعلان کړ چه دری پاکستانیان یی نیولی دی چه ټوپکونه اوداسی لاسی بمونه ورسره ووچه په راکټ لنچرفیرکیږی. دوی په کابل کی د امریکا د سفیر زلمی خلیل زاد دوژلو پلان درلوده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG