لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورین وایی چی د پاکستان سره سرحد ته نژدې د یاغی طالبانو سره په سخته جگړه کی ۴٦ مشکوک طالبان او پنځه افغان پولیس وژل شوی دي


افغان مامورین وایی چی د پاکستان سره سرحد ته نژدې د یاغی طالبانو سره په سخته جگړه کی ۴٦ مشکوک طالبان او پنځه افغان پولیس وژل شوی دي . دوی وایی دا جگړه پرون د کندهار او زابل د ولایتونو تر منځ ددای چوپان په ولسوالی کی شوې ده چی په کی پنځه امریکایی عسکر او دوه افغان پولیس هم زخمی شوی دي . د امریکا یوه پوځي نطاق وویل چی جگړه لا دوام لری او ائتلافي جنگي الوتکي او هلیکوپتر په سیمه کی د یاغیانو په مورچو باندی حملې کوی . دغه راز پرون یاغی طالبانو د میزان په ولسوالی کی په افغاني عسکرو باندی حمله وکړه چی په کی درې حکومتی عسکر او درې یاغیان زخمی شول . په عین حال کی د افغانستان مقاماتو د پاکستان نه غوښتی دي چی هغه مبارزین ونیسی چی د پاکستان په خاوره کی پټ شوي دي . د افغانستان او پاکستان جمهورو رئیسانو پرون په تلیفون کی خبري وکړې او موافقه یې وکړه چی ددواړو هیوادو تر منځ به امنیتی همکاری زیاته کړی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG