لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لادرکه شوی اکتشافی ډله


دامریکا پوځی مقامات وائې،دهغه اکتشافی ډلې پسی چې په افغانستان کې دسه شنبی په ورځ لادرکه شوی وه، لټون پیل کړیدی او پدی لټون کې دټولو هغو وسائلونه کاراخلی چې په لاس کې ئې لری. دغه ډله دیوهلیکپټر درسیدو نه دمخه لادرکه شوی وه. دغه هیلکپټر دکنړ ولایت په غرونو چې دپاکستان سره گډسرحد لری، غورځیدلی دی او خاصی قوی شپاړس عسکر پکې سپاره ؤ. دامریکادپوځ نطاق ډگروال ‏(‎ جیم یانټس ‏‏)‎ وائې، دسه شنبی دورځی نه راپدی خوا ددغې ډلی لټون کوی . هغه پوځ هیڅ دلیل نه وینی چې ووائې، دغه عسکر دی نیول شوی یا وژل شوی وی . مگرهغه وویل، دی داخبر نه ردلای او نه ئې تائییدولای شی چې وائې، طالبانویاغیانو ادعاکړی اووه ‏(‎٧ ‏)‎ امریکائې عسکر مخکې لدی چې هلیکپټر راولویږی وژلی وو. داپه درومیاشتو کې د امریکا دچینوک دوهم هلیکپټردی چې په داسی وخت کې راغورځییږی چې گریلائې فعالیت زیات شویدی . ددغه فعالیت هدف دسیپټمبر دمیاشتی دپارلمانی انتخاباتو دخپل میسر نه اړول دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG